افغانستان

ملګروملتونو د ۱۴ طالب چارواکو نومونه له توره لیسته وایستل

TALIBAN_WILL_BE_REMOVED_FROM_BLACK(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۶)نیویارک: نړیوالي امنیتي شورای ددي لپاره چي په افغانستان کي دبیا بخلایني پروسه پرمخ بوزي تیره ورځ د ۱۴ طالب چارواکونومونه له نړیوال تورلیست څخه وایستل، په ملګرو ملتونو کي دجرمي هیواد استاځي پیټرویتینګ، کوم څوک چي دجولایی په میاشت کي دنړیوالی امنیتي شورای مشرتوب کوي وویل دملګروملتونو له لوري دطالب چارواکو نومونه له نړیوال تورلیست څخه ایستل دامعنی لري

، چي ملګري ملتونه اوادامنیت شورای دی ته لیواله ده چی افغانستان کي په هرډول کیږي باید روان کړکیچ دخبرو له لاري حل شي.

د ۱۴ طالب چارواکو له جملي څخه ځیني په لاندی ډول دي، ۱: ارسلارحماني، ۲: حبیب الله فوضي، ۳: سیدالرحمن حقاني، اوڅلورم کس هم فقیرمحمد دي ویټینګ زیاته دغه  کسان اوس فعلا دافغانستان دسولي دجرګي غړي دي.

دامنیت دشوراي مشروویل ټول افغانان دي ته لیواله دي چي دسولي دپروسي سره یوځای شي، نوموړي زیاته کړه ملګري ملتونه دافغانستان دسولي شورای دیوه رسمي شورای په ډول سره پیژني اودهغوي له لوري دهرډول هڅوحمایت کوي.

له دغو څلورلسو کسانو سره مخکي ۱۳۷ طالب چارواکي دملګروملتونو په تورلیست کي شامل وو، هغه څوک چي له ملګروملتونو سره په تورلیست کي شاملیږي، هغه نشي کولای نړیوال سفرونه، نړیوال تجارتونه، اویاهم کوم ډول وسلي وپیرودي.

دملګروملتونو دتورلیسټ اداره په کال ۱۹۹۹ کي منځ ته راغلي وه کله چي دالقاعدي ډلی په افغانستان کي دطالبانو دواک په وخت سترمرکزونه درلودل.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x