
د ماليې وزارت نوماند، غلام جیلاني پوپل څوک دی؟
غلام جیلاني پوپل د ۱۹۵۵م کال په جنورۍ کې په کابل کې زېږېدلی. حبیبیه لېسه یې لوستې او د کابل پوهنتون له حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شوی دی. په اروپا او متحده ایالاتو کې يې د مدیریت ګڼ کورسونه لوستي دي. په پراختیايي پروژو کې يې ډېر کار کړی.
پوپل پخواني ولسمشر حامد کرزي ته له نژدې څېرو څخه ګڼل کېږي. په نوې کابینه کې د اشرف غني له خوا د مالیې وزارت ته نوماند دی.
پوپل پخوا د مالیې وزارت مرستیال او د سیمه ییزو ارګانونو مشر و.
په سیاسي لحاظ پوپل د افغان ملتپال ګوند سره تړاو لري چې د یاد ګوند د رهبر تر مرستیالۍ پورې يې هم کار کړی دی.