
ټرانسپورت وزارت ته نوماند، فیض الله ذکي
فیض الله ذکي په ۱۹۵۸م کال کې په کابل کې زیږېدلی. ذکي له کابل پوهنتون څخه په جیولوجي کې د فراغت سند تر لاسه کړی.
په ۱۹۹۱ کې له خپلي کورنۍ سره ازبکستان ته مهاجر سو او هلته قیوشي شرکت د مدیر مرستیال پاته سوی.
کله چې په ۲۰۰۱م کال کې دطالبانو حکومت مخ په سقوط و، ذکي هېواد ته راستون شو.
ذکی د ۲۰۰۵ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې ځان نوماند کړ او له جوزجان ولایت څخه یې ډیري رايي هم واخیستلې.
فیض الله ذکي د جنرال دوستم خاص سړی او ښی لاس بلل کیږی. نوموړی ډیره موده د جنرال دوستم ویاند هم پاته شوی. خو په ۲۰۰۶ کال کې یې د دوستم سره هغه وخت لاري جلا کړې، چې نوموړی د ځینو سرچینو په وینا د دوستم له خوا ووهل شو، او ویل کیږي چې د هغه له وجي په اوزبکستان کې په یوه روغتون کې بستر هم شو.
د دوستم او فیض الله ذکي تر منځ وروسته تر هغه شخړي را منځته شوې، چې د ځینو سرچینو په قول ذکي د جنبش ملي ګوند تګلاره او سیاست په پارلمان کې نه عملي کاوه او په خپل سر یې څو ځله د حامد کرزي په حق کې خپله رایه کارولې وه، چې له کبله یې د دوستم او ذکي تر منځ فاصله زیاته شوه او د ده تر ډبولو خبره ورسېده.
په ۲۰۱۱ کال کې د جنبش ملي مرستیال مشر وټاکل شو.
نوموړي په ۲۰۱۲کال کې د جرمني په هغه غونډه کې هم ګډون درلود چې د جنبش ملي د مشرانو له خوا د امریکايي سناتورانو سره جوړه شوې وه او په کې د افغانستان د فیډرالي نظام جوړوني په حق کې پریکړه شوې وه.
نوموړی په تیرو انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ویاند و.
ذکي په اوزبکي، دري، روسي او انګلیسي ژبو خبري کولای شي.