افغانستان

د یوناما دورستي راپور په اړه دطالبانو اعلامیه

.

په دې ورستیو کې دیوناما له لورې یو راپور خپور شو چې پکې ددولت مخالفه ډله طالبان داتیا سلنه ولسي وګړو په وژنه کې پړه بلل شوي وو ، طالبانودراپور په غبرګون کې په خپله یوه اعلامیه کې نوموړي راپور بې بنسټه او یوطرفه بللی او دولسي وګړو د وژنې پړه وراچول یې په سختو ټکو کې رد کړې ده .

نن ټکی اسیا ته هم دنوموړې اعلامیې متن لیږل شوی چې دادي کټ مټ یې ستاسې مخې ته ږدو .

په کابل کي دملګروملتونودفتر(یوناما)یوځل بیادتېرپه څېرپه افغانستان کي دملکي تلفاتودمطلق اکثریت پړه پرمجاهدینووراچولې ده ،یوناماپه خپل وروستي راپورکي وایې چي دروان (۲۰۱۱)کال په لومړیوشپږومیاشتوکي په افغانستان کي «۱۴۶۲»تنه ولسي وګړي وژل شوي دي چي دتېرکال په پرتله سږکال پنځلس په سلوکي زیاتوب پکي راغلی دی ،یونامادملکي تلفاتودیادې شمېرې د«اتیا»سلني پړه یوازي پرمجاهدینووراچوي او «څوارلس »فیصده یې یرغلګرواولاسپوڅي رژیم ته منسوبوي اوزیاتوي چي په تیروشپږومیاشتوکي داشغالګروپه بمباریوکي صرف «۷۹»تنه ملکیان وژل شوي دي .
یوناماداسلامي امارت پرمجاهدینوتورپوري کړی دی چي په مځکنیوماینونوکي یې ولسي خلګوته زیاته مرګ ژوبله اوړي ،حال داچي هیوادوالوته معلومه ده چي مجاهدین داسي ماینو نه کاروي چي دریموټ په واسطه کنټرولیږي ،یعني دفشارله امله انفجارنه کوي یوازي خپل هدف په نښه کوي ،په تأسف سره چي واقعیت دیونامادیاداونوروورته راپورونوبرعکس دی ،ځکه په تېروشپږومیاشتوکي دیرغلګروله لوري دملکي افغانانودتلفاتوټول ارقام څه چي که یوازي یې څوبېلګې وړاندي کړل شي دیوناماادعاوي یوپه بل پسې په خوراصراحت سره تکذیبوي.
دجون پر۱۹مه نیټه یرغلګرودکاپیساولایت دتګاب ولسوالۍ دبل احمدزي په سیمه کي داحمدزیودلیسې مدیرقدرت الله دڅلوروزده کوونکوپه ګډون په شهادت رسولی دی ،دکاپیسادولایتي شوری غړي معلم رحیم الله رحیمي هم یاده پیښه تائیدکړې ده .دجون پر۲۲مه نیټه یرغلګرود هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د اوسېدونکوپه حواله په دغه ولسوالۍ کي پر ملکي خلکو بمباري کړې چي له کبله یې لږترلږه «شپږویشت »تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي ،یرغلګرویاده پیښه تائیدکړې خوادعا یې کړي ده چي شپږتنه مخالفین (مجاهدین )یې شهیدان کړي دي ،مګرولسي وګړي په مستندډول ټینګارکوي چي وژل شوي کسان ټول ملکي خلګ دي .
دسټیفن دي میستورادمئ د۲۵مي نیټې دنورستان په دوآب ولسوالۍ کي دنیواکګروهغه ړندې بمبارۍ هیري شوي دي چي دعیني شاهدانواودپارلمان دنورستاني غړوپه حواله درې سوه(۳۰۰)کسانوته پکي مرګ ژوبله اوښتې ده چي زیاتره یې ولسي وګړي اوپه ځانګړې توګه ښځي اوماشومان وو . دغه رازیې دمئ پر۱۸مه په تخارولایت کي داجیري اردوله خواد«یوسل پنځه دیرش »تنوملکي لاریون کوونکومرګ ژوبله هم له پام وتلې ده .دغه رنګه دمئ پر۲۹مه نیټه اشغالګرو دهلمند ولایت دنوزادولسوالۍ دسلام بازارپه سیمه کي «دوه »کورونه بمبارکړي دي چي له امله یې «څوارلس »تنه ماشومان اوښځي شهیدان شوي اویوشمېرنورټپیان شوي دي.
داپریل پر۱۲مه نیته د بادغيس ولایت دغورماچ ولسوالۍ دتزناوه په سیمه کي امریکايی ځواکونودولسي خلکوپه کورونويرغل کړی چي په نتيجه کي يي «ديارلس» تنه ملکي هیوادوال شهيدان اوګڼ نورژوبل شوي دي . داپریل پر۱۲مه نیټه دمیدان وردګوولایت دسیدابادولسوالۍ دتنګي درې دګلابخېلوکلي ته پرغځیدلې لارامریکایانو«دوولس »تنه ملکي هیوادوال په ډزوشهیدان کړي اوژوبل کړي دي .پیښه هغه مهال رامنځته سوه چي یرغلګرځواکونه په سیمه کي دموجودبیس پرېښوولوته اړایستل شول ،خوکله چي په لاره تېریدل اوکوم څوک یې لیدل هغوی یې په نښه کول .دشهیدانواوټپیانوپه جمله کي موټرچلونکي ،بایسکل سواره ،پیاده تلونکي اونورلارویان اودخپلوکورونوڅخه راوتونکي افغانان شامل دي . داپریل پر۲۰مه نیته نیواکګرو دکونړولايت د دانګام ولسوالۍ په سابندۍ نومي سيمه کي بمباري کړې چي په ترڅ کي یې «نهه »تنه ولسي وګړي (دوې ښځي اووه ماشومان )شهیدان شوي دي .
دمارچ پرلومړۍ نیټه دکونړد ماڼوګي ولسوالۍ دننګلام تنګي کي دبهرنیوځواکونودبمباریوله امله « نهه »تنه ماشومان شهيدان شوي دي ..
دفبروري پر۲۰مه نیټه رسنیودکونړدوالي فضل الله وحیدي له خولې خبرورکړچي د کونړولايت دغازي ابادولسوالۍ په ايلګل، څوکۍ اوادره ګل سيموکي دامریکایې ځواکونوددرنوبمباریوله امله «څلورشپیته »تنه ملکي هیوادوال شهيدان شوي اویوشمېرنورټپیان شوي دي .والي وحیدي وویل چي دپیښي دڅیړني په موخه یې سیمي ته پلاوی لیږلی دی چي اوس بیرته راستون سوی دی ،دپلاوي دڅیړني په اساس په دغوبمباریوکي «څلورشپیته »تنه ولسي وګړي وژل شوي چي شل تني یې ښځي اونهه ویشت یې ماشومان دي .
دغه راز په تیره یوه اونۍ کې دخوست ولایت په مندوزیو ولسوالۍ او دخوست ښار دتورې وړۍ په سیمه کې دیرغلګرو په دوو بریدونو کې ترشلو ډیر ولسي وګړي په شهادت رسیدلي او ګڼ نور ټپیان شوي دي چې له امله یې په خوست ښار کې اولسی مظاهرې هم راپاریدلي دي ،په ټوله کي ددې ولسي مرګ ژوبلي زیاتره قربانیان ښځي اوماشومان دي پورته یاد شوي څو مثالونه دي اودتېرو شپږومیاشتو ټول ملکي تلفات چي دناټو اوکابل اداري ظالمانو تر سره کړي له دي نه څو چنده زیات دي خو افسوس چي یو نا ما دناټو په بمباریو کې یوازي اویا تنه شهیدان مني .دیوناما دي ته هم ندي پام شوي چي دملکي تلفاتو پر ضددهیواد په هره برخه کې ولسي لاریونونه چي ګډون کونکي یې ددیموکراسي په سیوري کې دسرونو په بیه تر سره کوي دچا پر ضد شعارونه ورکوي او دپیښو عاملین څوک بولي .
په تېروشپږومیاشتوکي دنیواکګروځواکونواوافغان ملاتړوله لوري یې پورته دملکي تلفاتوڅوبېلګې زموږاټکلونه نه دي ،بلکي هرڅوک دبشري حقونوسازمانونه ،دژورنالیستانوټولني اوپه یوازي ځان که کوم خبریال وغواړي کولای شي چي یادوسیموته ولاړشي اوخپله بې طرفه څیړنه وکړي په کوموسیموکي چي داسلامي امارت حاکمیت دی دامینت تضمین یې کو ي .ضمنامودرسنیودچلونکواوژورنالیستانوڅخه هیله ده چي خپل رسالت اوژورنالیستکواصولوته پاملرنه وکړي اودپنټاګان ،باګرام اوپه اصطلاح ملي امنیت دویندویانوله خواپه مجاهدینولګول شوي تورونه په پټوسترګوورسره بدرګه نه کړي .
که دیوناماتکراري یوطرفه راپورنوته ځیرشوداسي بریښي لکه دیومنظم تبلیغاتي کمپاین له مخي چي دیرغلګروځواکونوپروروستیووحشیانه کړنواوشپنیوعملیاتوچي په ډله ییزه توګه ولسي افغانان پکښې په نښه کیږي پرده اچوي .دیونامابې بنسټه تورونه اویوطرفه راپورونه به له یوې خواددې ادارې حیثیت ته نورهم زیان ورسوي اوله بلي خوابه یرغلګروته نورهم زړه ورکړي چي دافغانانووژلواوکړولوته دوام ورکړي ،برعکس دوی داسلامي امارت له لوري دملکي تلفاتودمخنیوي په اړه بیابیاپیشنهادونوته بیخي غوږهم نه دی نیولی . دافغانستان اسلامي امارت یوواربیاخپل دریځ اووړاندیزتکراروي چي دملکي تلفاتودمخنیوي دهري ممکني لاري سره موافق اوملاتړیې کوي .

                                 دافغانستان اسلامي امارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x