د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

سعادت منصور نادري، د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير

سید سعادت منصور نادري د افغانستان د اسماعلیه‌وو د مذهبي ډلې مشر، سید منصور نادري زوی دی چې په ۱۳۵۵ کابل کې د حوت پر ۱۲مه نېټه په کابل ښار کې زېږېدلی.

نادري لومړنۍ زده کړې د کابل په ګڼو ښوونځیو کې ترسره کړي او په بغلان کې يې لېسه پای ته رسولې. په ۱۳۶۷م کال کې د لوړو زده کړو په موخه انګلستان ته تللی.

په ۱۳۷۸ل کال کې د شمالي لندن (North London) له پوهنتون څخه د لیسانس سند د اقتصاد او نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې ترلاسه کړی.

نادري په ۱۳۸۲ کې هېواد ته راستون شوی او په اقتصادي، سوداګریزو او ګڼو تولیدي سکتورونو کې پر دندو بوخت شوی.

د نادري ځینې دندې:

د افغانستان لپاره د آغاخان د ملي اقتصادي کونسل د کمېټې رييس، ۱۳۸۳ل؛

د افغانستان د مرکزي بانک د مدیره هیئت غړیتوب له ۱۳۸۵ څخه تر ۱۳۸۷؛

سربېره پر دغو اقتصادي دندو نادري له ورزش سره هم علاقه لري او مختلفو ورزشي ټیمونو سره یې مرستې کړي دي.

سعادت نادري چې د سید منصور نادري زوی دی، پلار یې په تېرو ټاکنو کې له اشرف غني څخه ملاتړ وکړ؛ نو سعادت نادري هم اوس د اشرف غني له خوا د ملي یووالي په حکومت کې د وزیر په توګه معرفي کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
shafiullah

داټول وزیران چی ورپیژندل شوی دډلو ټپلو له خوامعرفی شوی او داټول خپلو ډلو ته ژمن دی او دهیواد لپاره خدمت نه کوی او دوی دواړه ع او غ چی ویل افغانستان به وژغورو ولی دوی افغانستان کندی وروغورځاوه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x