د کابینې لپاره نومول شوې وزیران

د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیر، ډاکټر فیض الله کاکړ

ډاکټر فیض الله کاکړ د ۱۹۵۰ کال په وروستۍ میاشتي دسمبر کې په فاریاب ولایت کې زیږېدلی. تر ابتدايي زده کړو او لیسې وروسته امریکا ته تللی او هلته یې لوړي زده کړي کړي دي.

کاکړ په بیالوژي کې د لیسانس سند له یوه امریکايي پوهنتون کې څخه اخیستی او له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۸۲م کاله پورې د امریکا په مختلفو پوهنتونونو کې درس ویلی او د دکتورا سند یې د واشنګټن له پوهنتون څخه تر لاسه کړی.

له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۵ پوري په پيښور کې اوسیدلی او په دغه موده کې په مختلفو دندو کې کار کړی.

ډاکټر کاکړ لیکوال هم دی او د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۵ تر منځ یې ۱۸ کتابونه لیکلي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د صحت له څانګي (ډبلیو ایچ او) سره د کار تر څنګ د حامد کرزي په اداره کې په مختلفو لوړو دندو کې پاته شوی.

نوموړی د پوهني او لوړو زده کړو لپاره د حامد کرزي وزیر مشاور هم پاته شوی او په دغه موده کې هڅه کړې چې په افغانستان کې د صحت په سیسټم باندی یو کتاب هم ولیکي.

ډاکټر فیض الله کاکړ د امریکايي میرمن لري. ډاکټر سوزیت رین (Dr. Suzette Rene Kakar) سره واده کړی او درې بچیان لري.

نوموړی په عین وخت کې د افغانستان او امریکا دواړو تابعیتونه هم لري.

کاکړ د اشرف غني له خوا په اوسنۍ کابینه کې له مخدره توکو سره د مبارزې وزیر نومول شوی.

ښاغلی فیض الله کاکړ په پښتو، انګریزي او دري ژبو ښې خبري کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx