ورزش

فوټبال: کریسټیانو رونالډو بیا د سرو زرو توپ ګټونکی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): تیره شپه کریسټیانو رونالډو د درییم ځل لپاره د کال غوره لوبغاړی وټاکل شو او فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) د سرو زرو توپ يي خپل کړ.

کریسټیانو د جایزې اخیستلو پر مهال وویل:« زه له ټولو هغو کسانو چې ما ته رایه راکړې مننه کوم. زه همدا راز شخصي لوبډلې له مشر، د لوبډلې مشر روزونکي او د ریال ماډریډ له لوبډلې مننه کوم. تیر کال یو نه هیریدونکی کال و او د کال په اخر کې د جایزې ګټل زما لپاره ډیر زیات خاص دی.»

دغه ټاکنې هر ځل د کال په اخر کې د فیفا ادارې لخوا په لار اچول کیږي. دغو ټاکنو کې د کال غوره لوبغاړی د رایو پر بنسټ ټاکل کیږي او د فیفا اداره په همدې غونډه کې د فیفا لوبډله چې له خاصو لوبغاړو جوړه شوې وي هم معرفي کوي.

د سرو زرو توپ له جایزې ورسته د بارسلونا شخصي لوبډلې مشر روزونکی وویل:« زه د سرو زرو توپ ګتونکی ته مبارکي وایم او غواړم ووایم چې د بارسلونا خوښوونکو لپاره میسي تل تر ټولو غوره دی.»

هیره دې نه وي چې دغې جایزې لپاره د فیفا لخوا درې لوبغاړي انتخاب شوي وو چې ټاکل شوي درې کسانو کې کریسټیانو رونالډو له ستر توپیر سره د دغې جایزې ګټونکی اعلان شو.

فیفا دغه غونډه کې د رایو سلنه هم وړاندې کړه.
– کریسټیانو رونالډو: ۳۷.۶۶ سلنه
– لیونل میسي: ۱۵.۷۶ سلنه.
– مانویل نویر: ۱۵.۷۲ سلنه

کریسټیانو رونالډو له جایزې اخیستلو وروسته وویل:« زه غواړم چې بیا هم د تیر په څیر غوره لوبه وکړم او کوښښ کوم چې بیا هم دغه جایزه خپل مور، پلار او زوی لپاره وګټم. خپل ټولو هیواد والو ته باید ووایم چې ما هیڅکله ګومان هم نه و کړی چې درې ځلي به د دې جایزې ګټونکی شم. زه اراده لرم د تاریخ تر ټولو غوره لوبغاړی شم.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x