هلمند کې چاودنې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړوله
( نن ټکی اسیا) دهلمند ولایت نه مو دچاودنې له امله د شپږ تنه ملکي وګړو دوژل کېدو خبر تر لاسه کړ .دهلمندولایت دسنګین ولسوالي ولسوال شریف الله مطبوعاتو ته ویلي چې تېره ورځ دسنګین ولسوالۍ بازار ته څېرمه د په یو ټونس ډوله موټر دماین چاودنه وشوه چې پکې د څاروان کلاپنځه تنه اوسېدونکي ووژل شول او یو بل ژوبل شو .
شریف الله ویلي چې ژوبل کس یې نژدې روغتون ته رسولی او تر درملنې لاندې دي .
نوموړي د تېر په څېر په دپېښي پړه په طالبانو واچوله خو طالبان بیا په ورته پیښو کې لاس لرل په کلکه ردوي .
عابرمسافر