نظــر

عرب چارواکي ولې د چارلي ابدو په ملاتړ مظاهره کوي او د عراق او فلسطين په اړه غلي دي

عبدالباري عطوان

ژپاړن: احمد جرس

د فرانسې پر چارلي ابدو کارټوني مجلې د بريد په نتيجه کې وژل شوو کسانو سره د درې ميلونه کسانو له خواخوږۍ او ملاتړ وروسته رښتوني او درواغجن زړونه او فکرونه راڅرګند شول او حقايق به ورو ورو نور هم رابرسېره شي او تر ټولو ستر حقيقت هغه دی، چې د عربي او نورو هېوادونو مشرانو په دغه تروريزم ضد ميليوني مارش کې ګډون وکړ او د ټولو په سر کې د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نيتنياهو، چې په خپله يې د غزې به تراډه له ۲۲۰۰ زيات بې دفاع انسانان ووژل، چې درې برخې يې يوازې کوچنيان وو او تر اوسه هم د غزې له يو لک زيات اوسيدونکي په سپېره ميدان پراته دي او د واورې توپانونه پرې راروان دي.

د ترکيې لومړی وزير داود اوغلو، چې حکومت يې د زرګونو مجاهدينو په مرسته او همکارۍ تورن دی، چې عراق او شام ته يې د تګ اسانتياوې ورته برابرې کړي دي، دی هم په دې ميليوني مارش کې ولاړ و او په پای کې د فرانسې ولسمشر فرانسو هولاند او د هغه امريکايي او برتانوي، ملګري، چې جنګي او څارګرو الوتکو يې تر اوسه عراق، افغانستان، سوريې او يمن کې زرګونو انسانان وژلي او لا يې هم وژني.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس تر اوسه غزه خو پرېږده، په رام الله کې يې هم د خپل ولس له مظلومانو سره د خواخوږۍ لاريون نه دی کړی، چې اسراييلي عسکرو او جنګي الوتکو شهيدان کړي او دا کارونه ټول د فرانسې، برتانيې او امريکا په مرسته او همکارۍ شوي دي.
محمود عباس په دغه ميليوني مارش کې د خپل ولس له قاتل نيتنياهو څخه څو ميټره لرې ولاړ و او د چارلي ابدو مجلې پر دفتر يې د بريد غندنه کې يې ګډون درلود.

د امريکا لوی څارنوال ايرک هولډر هم په دغه ميليوني مارش کې شريک و، رسنيو سره يې په خپلو خبرو کې وويل، چې تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د دغه بريد تر شا د القاعده لاس شته او کنه. د امريکا د وسله والو ځواکونو مشر جنرال ډيمپسي هم ورته څرګندونې وکړې.

اوس پوښتنه دا ده، چې فرانسوي امنيتي ځواکونو ولې دغه درې واړه بريدګر ووژل او هغوی سره يې له هر ډول خبرو اترو انکار وکړ، سره له دې چې هغوی امنيتي چارواکو ته د تسليمدو وړانديز وکړ، چې ژوندي ځانونه ورسپاري او په دې اړه دې دوی سره خبرې اترې وشي.

که فرانسوي چارواکو دغو بريدګرو سره مذاکرات کړي وای او ژوندي يې نيولی وای، نو دا به روښانه شوې وای، چې دوی دا بريد په خپله خوښه کړی او که د کومې ځانګړې وسله والې ډلې په ملاتړ او مشوره.
ډېری څارونکي اوس په دې اند دي، چې دغه بريد د القاعده په ملاتړ او مشوره شوی، ځکه چې سعيد او شريف دواړو څو څو ځله يمن ته سفر کړی دی.

لومړۍ خبره دا ده، چې موږ د تروريزم ملاتړ نه کوو او تل مو د بيان دازادۍ خبره او ملاتړ کړی او که داسې نه وای، نو موږ ولې دا ويب پاڼه «رأي اليوم»د عربي نړۍ پر ځای له لندنه خپروو، مګر د دې هر څه سربېره د بيان ازادۍ دا معنا نه لري، چې موږ دې د انبياوو او رسولانو د سپکاوي ملاتړ وکړو او د اسلام، يهوديت او مسيحيت په اړه د يادې مجلې د سپکاوي مخنيوی بايد وشي او دا ګستاخانه کارټونونه هيڅکله نه شي توجيه کېدای.
دوی د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام سپکاوی کوي، چې د بښنې او مهربانۍ ځانګړې نمونه ده، حتا له خپلو دښمنانو سره هم د عفوې او مهربانۍ سلوک کوي. پيغبر عليه السلام فرمايي «عظموا انفسکم بالتغافل» خپل ځانونه په مخ اړونې او بښنې ستر وښيئ او الله تعالی په قرانکريم کې داسې فرمايي «و اذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما» صدق الله العظيم.

د تروريزم ضد جګړه په استخباراتي لوبو نه کيږی، چې لويديځ هېوادونه دې د اسلامي عقيدې پلويان هر ځای وځوروي.
يوازې په اروپايي هېوادونو کې مسلمانان ۳۰ ځله د نامسلمان په پرتله زيات د زندان له ګواښونو سره مخ دي.
د تروريزم د مخنيوي ښه چاره دا ده، چې لويديځ هېوادونه اسلامي نړۍ کې له خپل ښکېلاکي فکر او سياسته لاس واخلي.
موږ د غربي چارواکو هغه څرګندونې په سختو ټکو ردوو، چې دوی يې اسلامي هېوادونو کې د نظامي مداخلې لپاره کوي او وايي «موږ د دې لپاره اسلامي هېوادونو کې تروريستانو سره جنګيږو، چې دلته راپسې را نه شي.

د غربي چارواکو څرګندونې دا معنا لري، چې دوی دې دلته د تروريزم ضد جګړې په نوم بې دفاع ولسي خلک وژني او له هر قانوني او اخلاقي جواز پرته، چې هر وخت وغواړي ولسي وګړي وژلی شي.
د دغې پاليسۍ د ناکامي يوه نښه د چارلي ابدو مجلې پر دفتر، المان کې د يهودانو پر عبادت ځای او تولوز ښار کې پر ښوونځي بريدونه دي.
که ووايو چې د غربي هېوادونو دغو ټولو نظامي مداخلو او بريدونو لويديز هېوادونه له ناکامۍ سره مخ کړي، حکومتونه يې د خپلو خلکو په ژغورنه کې پاتې راغلي او جهادي ډلو ته يې د بريدونو چانس په لاس ورکړی، نو خبره به مو رښتيا وي.

«ايکانومیست» برتانوي مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکلي، چې ناټو خو ليبيا «ازاده!!» کړه، مګر ډېر ژر به ټوله نړۍ دغه هېواد د يو ناکام دولت په توګه په رسمي ډول وپيژني او د عربي پسرلي د څلورم کال په تېرېدو لا هم دغه کې شخړې، لانجې او تاوتريخوالی د ناټو د نظامي مداخلې له برکته روان دی او زياتوي، چې ناټو بايد ليبيا له پامه ونه غورځوي او په عين حال کې يې مشوره ورکړې، چې بل ځل بايد دغه هېواد کې نظامي مداخلې ته زړه ښه نه کړي.

ايکانوميسټ زياتوي، چې ليبيايان بايد په خپله خپل هېواد وژغوري، مګر زموږ پوښتنه دا ده، چې دغه فورمول ولې په عراق، سوريه او يمن کې نه عملي کيږي، چې د څارګرو، ايف ۱۶، ايف ۱۵، ايف ۲۳ جنګي الوتکو تر څنګ ګڼ نور وژونکی افتونه دغو سيمو کې خلک وژني او احسان هم پرې کوي، چې دا د دوی همکاري ده.

۲۰۰۶م کال کې، چې «چارلي ابد» مجلې د ډنمارکي رسنيو په تقليد د رسول الله صلی عليه وسلم کارټونونه خپرول، د فرانسې هغه مهال ولسمشر ژاک شيراک وويل، چې دا ډول کړنې به د خلکو غبرګونونه راوپاروي او سربېره پر دې، چې شيراک او نور فرانسوي چارواکي د داسې کړنو په پايلو پوهيدل، مګر بيا يې هم د چارلي ابدو مخنيوی ونه کړ.

پاريس دې ورځو کې د تروريزم ضد د ګردې نړۍ پلازمېنه شو او د پاريس په ميليوني مارش کې د اسلامي ترهګرۍ پر ضد شعارونه ورکول کيدل.
زما دې قسم وي، چې د غربي وسله وال تروريزم پر وړاندې اسلامي تروريزم هيڅ نه دی.
«اسلامي تروريزم» چې د کلاشينکوف په واسطه خلک وژني ټول يې په يوه خوله غندي او بل پلو، چې سپکې او درنې وسلې، جنګي الوتکې، کروز او نور ډول ډول توغندي او سنمدري بېړيو په واسطه په يو وار سلګونو خلک وژني، پوره کلي او کورونه د ځمکې له مخې ورکوي، دا هم بايد وغندل شي.

د دې ټولې ريشخندي او انديښمنه وونکې کيسې سربېره هم د خوښۍ يوه خبره شته؛ هغه دا چې د المغرب هېواد د بهرنيو چارو وزير او د هغه پلاوی، پاريس ته ولاړ،مګر په دغه ميليوني مارش کې یې ګډون ونه کړ.

د المغرب بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې د مغرب د بهرنيو چارو د وزير په ګډون هيڅ رسمي مامور نه شي کولای، چې داسې ميليوني مارش کې ګډون وکړي، چې د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام کارټونونه په کې خپريږي.
موږ ډېره تمه درلوده، چې د اسلامی او عربي نړۍ واکمنان به هم د المغرب هېواد په څېر موقف ونيسي، مګر زموږ پر هيلو يې يخې اوبه واړولې او راتلونکي وخت کې هم له دوی د خير او غیرت تمه بې ځايه ده.

د المغرب د بهرنيو صلاح الدين مزوار يو ځل بيا مننه کوو، چې زموږ سرونه يې را لوړ کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان

مننه وروره ډیره ښه لیکنه کون خو دا المغرب کوم هیواد دی کولی شی را وپیژنی؟

عبد الله

المغرب د افریقا په شمال کې موقعیت لري، ورته مراکش، مراکو هم ویل کیږي، الرباط یې پلازمینه ده. یوازینی افریقايي هیواد دی چې میدیترانه او اتلانتیک سمندرونو باندی پروت دی.
نور معلومات: http://en.wikipedia.org/wiki/Morocco

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x