
کابل چهلستون کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي۲۳مه،۱۳۹۳ل): نن سهار وختي د کابل اومې حوزې اړوند چهلستون سیمه کې چاودنه وشوه.
د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزی وايي، چې چاودنه د د مقناطسي ماين په واسطه چهلستون سرک بالا کې په يو کرولا موټر شوې ده.
د چاودنې له امله يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د ستانکزي په وينا په ټپيانو يوه ښځه هم ده او درې واړه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د اسماعيل په نوم د چهلستون يو اوسيدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی