نظــر

افغان مهاجرين د کوم جرم سزا ويني؟؟

لیکوال: صميم کټوازی

له هغه وروسته چي په پېښور کي پر يو پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو له خوا بريد وشو په دغه هيواد کي پر مېشت افغان مهاجرينو د دغه هيواد د دولت او خلکو له خوا مځکه سره تبۍ ګرځېدلې، هره ورځ ئې کورونه تالاشي کېږي، په بازارونو، ديارونو او کېمپونو کي نيول کېږي، شپه ورځ د پوليسو تر سخت تعقيب لاندي دي، د فارن ايکټ ۱۴ (د خارجي اتباعو د قانون) له مخي زندانونو ته لوېږي، له مدرسو شړل کېږي او … دا په داسي حال کي چي د ۲۰۱۵ ميلادي کال تر پايه په دغه هيواد کي د اوسېدو قانوني اسناد هم لري، په تاسف سره چي په دې اړه د مهاجرينو د نړيوالي ادارې او د افغانستان حکومت د مجرمانه خاموشۍ بړستن اغوستې.

د پاکستان دولت، سياسي ګوندونه او رسنۍ وايي چي د افغان مهاجرينو شتون نه يوازي چي د دې هيواد اقتصاد ئې ځپلی بلکي داخلي امنيت ته ئې هم سخت ګواښ متوجه کړی، دوی وايي چي له افغان مهاجرينو سره ئې هيواد ته د کلاشنکوف او نشه يي توکو کلچر راغی، خو واقعيت دا دئ چي د کلاشنکوف کلچر په پاکستان کي پخپله د دې هيواد استخباراتي ادارو جوړ کړی، د خپلو نامشروع هيلو د اشباع لپاره ئې په لسګونو وسلوالي ډلي جوړي کړې، د سنيانو په خلاف ئې د سپاه محمد په نوم د شيعه ګانو پټه وسلواله ډله و زېږوله، په زرګونو سنيان ئې پرې ووژل، کلي، کورونه، جوماتونه ئې ور وسوځول، د دې جاني ډلي په مقابل کي ئې د لښکر جهنګوي او د سپاه صحابه له سني وسلوالو ډلو ئې ښه په خوند کار واخيست، دغه راز د جيشِ محمد، لښکرِ طيبه، حزب المجاهدين ، انصار الاُمه او په نورو نومونو وسلوالي جهادي ډلي آيي اېس آيي زېږولې،خپلي ستراتېژيکي موخي ئې پرې ساتلې، له دې جملې ئې يوه ډله هم په افغانستان کي يا د مهاجرينو په کېمپونو کي نده زېږېدلې، تحريک طالبان پاکستان هم د پاکستان دننه را ټوکېدلی، وسلوال ئې پاکستانيان دي، افغانان په کي نه ترسترګو کېږي، اوس ماته ووايئ چي د کلاشنکوف کلچر په پاکستان او په دې ټوله سيمه کي چا زېږولی، د سيمي امنيت ته څوک ګواښ دي، چا له دې سيمي د بارودو بټۍ جوړه کړې؟

افغانان له تېرو پنځه دېرشو کلونو را ايسي د هغه اور په لمبو کي سوځي چي غرب د دوی د ګاونډيانو په ملګرتيا په دې سيمه کي لګولی، غوښي او هډونه ئې په کي وسوځېدل، نن چي د دې اور لمبې دوی ته هم ور اوړي، نو ډېر زور ورکوي، په ډېري سپين سترګۍ سره وايي چي هيواد ئې د افغانانو له لاسه په اور کي سوځي، په تاسف سره چي په خپل ګرېوان کي نه ګوري، د خپلو ټولو ذليلو ګناهونو د پايلو مسئول افغانان بولي!

دوی وايي چي په هيواد کي ئې د افغان مهاجرينو شتون د دې لامل دئ چي اقتصاد ئې سخت ټکان وخوري، خلک ئې بې کاره شي، په نشه يي توکو اخته شي، غلا او شوکو ته ملا وتړي. دوی ته وايو: پاکستان ته د افغان مهاجرينو په بڼي کي د سرو زرو مرغۍ په لاس ورغلې، په تېرو پنځه دېرشو کلونو کي ئې د دوی پر سر تر ټولو ښه تجارت وکړ، د هيواد ټولي ادارې ئې په هغو پيسو په پښو ودرولې چي د دوی په نوم نړيوالو ورکولې، اوس هم هر کال د دوی په نوم شپږ سوه ميليونونه ډالر له نړيوالو ادارو ترلاسه کوي،. د خلکو د يوې لويي برخي معيشت ئې د دوی له لاري تأمين دئ، هغه مهاجرين چي په ښارونو کي اوسي هر کال په زرګونو ميليارده روپۍ د کورونو، دکانونو او هټيو د کرايې په بڼي کي د پاکستان خلکو ته ورکوي او هغه چي په کېمپونو کي اوسي، د برېښنا بلونه تر اصلي نرخ نږدې ۴۰۰٪ سلني زيات پرې کوي چي دغه سرپلس ئې د پاکستان د دولت او قرارداديانو جېبونو ته لوېږي. د اقتصاد د علم د يو ادنی زده کوونکي په حيث زما نظر دا دئ چي هرافغان مهاجر چي په پاکستان کي ۱۰۰ روپۍ ګټي له ۹۵ تر ۹۸ روپو ئې بېرته د پاکستان د خلکو او دولت جېب ته ځي او په پاته پنځو يا دوو روپو ځانته حلاله ډوډۍ پيدا کوي، دې واقعيتونو ته په پام سره، ماته و وايئ چي آيا په پاکستان کي د افغان مهاجرينو شتون د دې هيواد اقتصاد ځپلی او که ساتلی دئ؟

په پاکستان کي د بې کارۍ ستر لاملونه د انرژي سخت بحران، اداري فساد، د ټکسونو غلا،سياسي بې ثباتي، له آيي ايم ايف، نړيوال بانک او نورو نړيوالو مالياتي ادارو په پټو سترګو د پورونو ترلاسه کول، د ملي بودېجې نږدې ۸۰٪ سلنه د پوځ له خوا مصرفول او د پوځي لګښتونو آډټ نه کول دي. د پاکستان دولت، سياسي ګوندونه او رسنۍ دي په خپل هيواد کي د بې کارۍ او بې امنۍ هغه اصلي لاملونه ولټوي چي د دوی د ناسمو سياستونو او چلندونو زېږنده دي.

د پاکستان دولت او ملت بايد و پوهېږي چي د افغان مهاجرينو شتون ئې نه د هيواد داخلي امنيت ته ګواښ دئ او نه ئې هم اقتصاد ته؛ په هيواد کې چي څومره بريدونه شوي، په يو کې هم افغان مهاجرين ښکېل ندي چي ښه بېلګه ئې د هغو اوو زرو (۷۰۰۰) زندانيانو نوملړ دئ چي د پاکستان د ترورزم ضد قضايي ارګانونو له خوا په اعدام محکوم شوي دي خو يو ئې هم افغان مهاجر ندئ، بيا د کوم اخلاقي او حقوقي چوکاټ له مخي افغانان هدف ګرځول کېږي، ولي دېته اړ کېږي چي په سوړ ژمي کي کډي وتړي او خپل هيواد ته ولاړ شي، هغه هيواد ته چي له تېرو پنځه دېرشو کلونو را ايسي د شيطان د ناروا هيلو په دوزخ کي سوځي!!!

د افغانستان دولت دي د خپل ملي مسئوليت او افغانيت په حکم په پاکستان کي له مهاجرينو سره له رواني بدي وضعي ځان خبر کړي او د نړيوالو ادارو په ملګرتيا دي دژنيو د کنوانسيون د مقرراتو او لوائحو له مخي د مهاجرينو له حقوقو دفاع وکړي.

که مهاجرين په پاکستان کي وځورول شي او په ناسمو شرائطو کي له دې هيواده و ايستل شي، قوي احتمال دئ چي د دوی يو لوی شمېر به د افغان حکومت له وسلوالو مخالفينو سره يو ځای کېږي او د خپل هغه دولت په ضد به په جګړه کي برخه اخلي چي له هيواده بهر ئې د دوی حقوق نشو ساتلی او په داخل کي ئې دوی ته د ډاډمن ژوند شرائط نشو برابرولی، هم به د خپل هغه ګاونډي په ضد له هر سازش سره ملګري کېږي چي دوی ئې د هجرت په ديار کي ځورولي، په زور ئې شړلي، په بدو او سپکو نومونو ئې ياد کړي!.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x