دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام پېغمبر او عيسی عليهما السلام

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:

داسلام د پېغمبر جناب محمد رسول الله-صلی الله عليه وسلم-او د اولوا العزم پېغمبر حضرت عيسی عليه الصلاة والسلام تر منځ د خالص او رښتوني محبت علاقه ده، نبي عليه السلام دخپل ورور مسيح عليه السلام سره مينه لرله او نړۍ ته ئې په ډېره کامله او اعلی درجه وروپېژندی.

د انجيل په هکله ئې ښائسته او په حقائقو ولاړ تعريف نړۍ ته وړاندي کړ، حواريان ئې هم په ډېره ښائسته بڼه معرفي کړل، د مؤمنو نصرانيانو دفاع ئې وکړه او د دوی د دښمنانو چي دوی ته ئې تعذيبونه ورکول، په کلکه غندنه وکړه.

نو اوس دنبي عليه السلام د تعليماتو پر بنسټ تر هغه څوک رښتينی مسلمان کېدای نه شي تر څو چي پر مسيح-عليه السلام-، انجيل او هغه رڼا ايمان رانه وړي چي عيسی عليه السلام پرې رالېږل شوی دی.

مسلمان د الله پاک په ټولو پېغمبرانو (له آدم-عليه السلام-څخه تر نبي عليه السلام پوري)ايمان لري، پر موسی، عيسی- عليهماالسلام-، تورات او انجيل هم داسي ايمان لري لکه څنگه چي ئې پر محمد-صلی الله عليه وسلم او قرآن لري.

نو نبي عليه السلام داسي پېغمبر دی چي دخپلو پېغمبرانو وروڼو د لاري لاروی، د هغوی د لارښووني مقتدي او د هغه ناسمو انحرافاتو سموونکی دی چي د خلگو په عقائدو او اعمالو کي موجود وي.

همدا راز خلگ هغه توحيد ته را بولي کوم ته چي ټولو پېغمبرانو په خپل وخت کي بلنه ورکړې ده.

خو کله چي الله پاک محمد صلی الله عليه السلام مبعوث کړ څو خلگ له تيارو د رڼا لور ته را وباسي نو دده په هکله خلگ دوه ډلي شول: ۱:مؤمن: دده په خبرو باور کوونکی.۲:کافر: د ده له خبرو منکر.

مؤمنان يوه ډله او د الله پاک په رڼا لار پيدا کوونکي دي خو کافران په بېلابېلو لارو روان او بېشمېره ډلي دي.

ځيني ئې ملحدين دي چي له خپل رب څخه ړانده  او د الهي شريعت له رڼا پرته  په دُنيا کي ژوند تېروي، ځيني ئې مشرکين دي چي دهغه چا عبادت کوي چي نه گټه  ور رسولای شي او نه تاوان، ځيني ئې يهوديان دي چي د نورو ناوړو عقائدو او اعمالو تر څنگ ئې حضرت عيسی عليه السلام ته بدنسبتونه کول او له نبوت څخه ئې هم منکر وو او ځيني ئې نصاری وو چي د مسيح عليه السلام د محبت دعوه لرونکي وو، خو د محبت تر عنوان لاندي ئې دًښمني ورسره پيل کړې  او د نورو ناوړو کارو تر څنگ ئې په ځانگړې توگه دوه ستر جرمونه سرته ورسول: يو د عيسی عليه السلام تر خپلي مرتبې لوړول او بل ئې د الله جل جلاله په شان کي انتهايي بې ادبي.

خو د دې سره بيا هم په روانو حالاتو کي د نصرانيت دين پيرويان دعوه لري چي دوی د عيسی عليه السلام سره محبت لري او مسلمانان تورنوي چي (العياذ باالله)د عيسی عليه السلام سره دښمني لري.

د حضرت عيسی عليه الصلاة والسلام شان او مرتبه او دا چي اسلام د دغه ستر پېغمبر په هکله څه وايي؟ کليسااو عيسايان ئې په هکله څه نظر لري؟

که په دې هکله تحقيق و شي نو جوته به شي چي اصلي دعيسی عليه السلام منونکي مسلمانان دي، دا ځکه چي اسلام داسي دين دی چي د حضرت عيسی عليه السلام په هکله د همغسي عقيدې لارښوونه کوي  څنگه چي عيسی عليه السلام په خپله د ځان په هکله بيان کړې وه.

او نصرانيان (عيسايان) په حقيقت کي د عيسی عليه السلام دښمنان دي چي ورسره ئې کلکه دښمني کړې ده او د ده د تعليماتو سره په ټکر کي خبري ئې هغه ته منسبوبي کړې دي.

خو د دې سره بيا هم د خلگو د بې لاري کولو لپاره په اوسنۍ زمانه کي د دمحرف عيسائي دين  په لور پراخ تبليغات له مختلفو لارو شروع دي، په ډېرو اسلامي هيوادونو کي ئې خپل زهر پاشلي او ډېر ناخبره خلگ ئې ښکار کړي دي.

خو که مسلمانان ځان په دين پوه کړي او خپله عقيده وپيژني نو بيا به  څوک نه شي تېر ايستلی او نه به ئې په خپل دام کي را ونيولای شي.

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x