
پاکستان اوه نور مخالفين په دار کړل
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي۲۳مه،۱۳۹۳ل): د تېر ډيسمبر په ۱۶مه، د پېښور پر پوځي ښوونځي له خونړي بريد وروسته د اعدامونو په لړۍ کې نن سهار وختي پاکستان په څلورو بېلابېلو زندانونو کې اوه مخالفين په دار کړل.
نن سهار وختي د سند سکهر زندان کې درې، فيصل اباد کې دوه، راولپينډۍ او کراچۍ کې يو يو تن اعدام شو.
د چارواکو په وينا سکهر زندان کې په دار شوي درې واړه کسان د يو ناقانونه وسله والې ډلې غړي وو او ۲۰۰۱م کال کې د دفاع وزارت د يو افسر د وژنې په تور ۲۰۰۳م کال کې په مرګ محکوم شوي وو.
راولپينډۍ کې په دار شوی ذوالفقار نومي سړی ۲۰۰۳م کال کې د امريکا پر قونصلګرۍ د بريد په تور نيول شوی و او تروريزم ضد محکمې په ۲۰۰۴م کال په اعدام محکوم کړی و.
فيصل اباد کې په دار شوي مشتاق او نوازش علي هم په وسله والو بريدونو او چاودنو تورن وو.
د چارواکو په وينا مشتاق د پروېز مشرف پر ضد وسله وال بريد کې لاس درلود.
۲۰۰۸م کال راهيسې پاکستان کې د لويديځو هېوادونو د فشار له امله پر اعدام بنديز لګېدلی و او تېره مياشت پېښور کې د پوځ پر ښوونځي له خونړي بريد وروسته د پاکستان د پوځ په غوښتنه صدر اعظم ميانواز شريف يو ځل بيا اعلان وکړ، چې پر اعدام لګېدلی بنديز يې پورته کړ.
پاکستان پرېکړه کړې، چې په د حکومت پر ضد د وسله والو مخالفينو پنځه سوه بنديان به د محکمې په پرېکړه اعدام کړي.
د پاکستان د بشري حقونو ټولنه وايي، چې د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا اته زره داسې بنديان پراته دي، چې د محکمې له لوري پرې د اعدام امر شوی او د ټولو د عفوې غوښتنه رد شوې ده.
دایی جان کیری ته ډالی کړ – په خدای مو د قسم وی چی د پاکستان دولت د هر خارجی مقام راتږ سره یو ایخوانی( واقعی مسلمان) ورته دینه وروسته قربانی کړی –
ټوله اسلامی نړی دی دا منافق هیواد وپیژنی