ادبي لیکني

مهاجر یادونه

لیکوال: رحیم الله ( حریفال )

ښه مې یاد دي ، چې کله مو کډه له دې کلي څخه دښار لور ته تلله غرمه وه ،زما ملګري له ښوونځي څخه را رخصت شوي وه. او دکورنو لورته راروان وه، چې نور کله به زه هم له دوی سره یوځای کورته را روان وم ،خو نن له کلی نه روان وم . دا دی له ډیرو کلونو ورسته یوځل بیا د هجرت د دیار دې خټین کلي یا کیمپ ته را غلی یم ، کلونه او ښتي د ماشمتوب مرحله تیره شوې دزلمیتوب زمانه هم په تیریدو ده ،په خپل زاړه کور کې ولاړ یم، چې په بشپړه توګه په یوه کنډواله بدل شوی دی، هر دیوال ته یې بیل بیل ودریدم ، د ماشومتوب دشيبو تت انځورونه مې ذهن ته راغلل ، د نوراجان بهیر دا بیت رایاد شو:

ماشومتوب به دې بهیره وریادیږي

درته ګوري غلي غلي دیوالونه

د ماسپیښین له لمانځه ورسته له خپل ترور زي سره هدیرې ته د دعا کولو له پاره ولاړم ، هدیره د دو سپینو غونډیو په منځ کې پرته وه ، دا دهغو پردیسو مهاجرو قبرستان و، چې د زیاترو خپل خپلوان ترینه تللي وه . او دوی یې په دې پردیو غونډیو کې د تورو خاورو لاندې یوازې پریښي وو . د دغو پردیسو مهاجرو خو آزاد افغانستان ته دبیرته تګ هیلې اوبو وړې وې ، خو دنورو مهاجرو هم دا ارمانونه پوره نه شول ، پر قبرونو دولاړو جنډو له رپیدلو پرته نوره بشپړه چوپتیا وه ، ټول هیلمند ښکاریدل چې مابه ورته کوم زیری له وطنه راوړی وي ، ما خو زیری نه وه راوړی او دا مې مناسبه ونه ګڼله چې ورته ووایم ، چې اوس هم په وطن کې پردې اسونه ګرځي ، یو پردی تللی او نور ډیر پردي راغلي ، مونږ آزادي وګټله خو ومو نشولای ساتلای ،ها دکوم عالم خبره چې وایي : (آزادي ګټل کیږي په توره خو ساتل کیږي په پوهه ) په مونږ هم هغه کیسه وشوه ، هو ډیر مې وژړل ، یو څه ډیر وځورولم ، کله چې پر قبرونو دولاړو جنډو غږ ته ځیر شولم ، اوس هم دغو جنډو وطن وطن ….. نارې وهلې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x