نامسلمه ځواکونه د بيان ازادۍ ته نه شي ټينګېدای

ليکوال : سليمان متوزی

دا چې نن سبا د ګردې نړۍ نامسلمه ټولنې ، هېوادونه او ځواکونه په يوه خوله د اسلام مقابلې ته راوتلي او ګرد سره خپل منځي اختلافات يې شاته غورځولي نو ځکه دا مهال له نظامي غورځو پرځو سره سره په کلتوري او ثقافتي ډګرونو کې هم سخته مقابله روانه ده . دا وخت د اسلام دښمنان په نظرياتي ډګر کې د ګوتو په شمار څو شعارونه لري چې غواړي د بشريت بې لارې کولو په موخه يې وکاروي .

خو څرنګه چې اسلامي امت عموماً په تخنيک او اقتصاد کې ډېر شاته ، خو هغوی له هر ډول وسايلو مالامال دي . نو ځکه توانېدلي چې همدا خپلې څو خبرې د اسلامي هېوادو په شمول پر ټوله نړۍ د منل شوو اصولو په بڼه ور وتپي .

دا ظاهراً ښکلې خبرې دي لکه چې قرآن مجيد يې «زخرف القول» بولي خو په حقيقت کې ټولې کږې ، دروغجنې او د انجام له مخې د بشر د تبايي او بدمرغۍ خبرې دي .

په دغو کې يوه يې د بيان د ازادۍ خبره ده . دوی وايي د خبرو ازادي ده . چې څه غواړئ هغه وايئ . دلته به دا پرېږدو چې آیا دا سمه ده چې که څوک هر څه ويل غواړي ، وايي دې ؟ ځکه اصولاً زموږ په دين کې داسې نه ده .

دا غلطه ده ، انسان ته يوازې د حق ويلو اجازه ده او بس . د قرآن مجيد لارښوونه داده چې د انسان له خولې هر توری ليکل کيږي او يوه ورځ به حسابيږي .

په هر صورت را به شو دې ته چې ايا دوی په دې خبره کې رښتيني دي ؟ ځواب دادی چې دوی ډېر غټ دروغجن دي . ځکه دوی هيځکله د حق ويلو اجازه نه ورکوي ، دوی حق نه شي زغملای ، دوی يوازې د خپلو دروغو ، باطلو او ناحقه ويناؤ لپاره د بيان د ازادۍ نارې سورې وهي . دا يوازې زموږ دعوا نه ده ، دا د تاريخ له پاڼو ثابت شوی حقيقت دی .

راځئ د اسلام سپېڅلي دين له پيله يې راونيسو . هغه وخت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه مکرمه کې د اسلام بلنه پيل کړه ، دا بلنه يوازې د خولې کار ؤ ، داسې بلنه چې په ديارلس کاله کې يې د مخالفينو د هر ډول تېري په مقابل کې له صبر او زغمه کار واخيست خو باطل پرستانو يې د حق وينا زغملو وس نه درلود او بالآخره يې وژلو او ترور ته چمتو شول . ګورئ په همدغه اوږده زمانه کې رسول الله صلي الله عليه وسلم او ملګرو يې يوازې د خولې بيانونه ورکول او هيڅکله يې زور او ځواک کارولو ته زړه ښه نه کړ خو د جاهليت ټولنې بيا هم د حق ويڼا زغملو توان نه درلود . بيا د تاريخ په اوږود کې څومره اسلامي داعيان او علماء دي چې د نامسلمه کړيو له خوا د ظلم او تيري هدف ګرځېدلي او ان وژل شوي دي .

بيا راشئ د غربيانو له اټکل سره سم د همدې وروستي پېر ديموکراسۍ کې ځلېدلي هېوادونه او ټولنې وګورئ چې څومره مسلمان علماء ، مبلغين ، اسلامي خپرونې ، راډيو ګانې ، ټي وي چينلونه ، مجلې ، ورځپاڼې او نور ډول ډول کتابونه پکې بند شوي ، سانسور شوي او چلونکي يې د همدغو ديموکراسي پلوو جنابانو د اجنټانو او جاسوسانو له خوا ترور شوي او يا په يو او بل تور زندانو ته رسول شوي .

د مثال په ډول څو مياشتې ړومبی په مصر کې د همدغو ديموکراتيکو ټولنو ، مدني فعالانو او سيکولر واکمنو له خوا درې څلور اسلامي ټي وي چينلونه په دې تور وتړل شول چې د دوی په وينا تاوتريخوالي ته لمن وهي ، دغه راز د اسلامي نړۍ په لروبر کې د همدغو لويديز پالو نظامونو له خوا چې غربي دوستان يې هم پوره ننګه کوي او ديموکراتيک جمهوريتونه يې بولي ، په سلګونو دغه شان بنديزونه روان دي چې موخه يې د اسلامي خپرونو بندول او چوپ کول دي . همدغه زغم لرونکی لوېديز هم هيڅکله داسې خپرونې نه شي زغملای چې بشپړ اسلامي نظام تشريح کوي .

داسې خپرونې چې د اسلام پر سياسي ، اقتصادي ، نظامي او ټولنيز نظام خبرې کوي . البته دا سمه ده چې د نيم اسلام يا صرف د يو شمېر عباداتو ، اذکارو او فضايلو بيانولو ته رښتيا هم څه نا څه اجازه شته خو د اسلام دا ډول معرفي کول بيا هيڅکله د منلو نه بلکې په ډېر زيان تماميږي . د همدغو دلايلو پر اساس موږ ويلای شو چې د غربيانو د نورو دروغجنو شعارونو په شان د بيان ازادۍ ناره هم کاملاً له يوې خوا ناسمه او له بلې خوا دروغجنه ده . بلکې دوی له همدې غلط شعار نه يوازې او يوازې خپلې ناروا موخې تر لاسه کول غواړي .

دوی په اسلامي ټولنو کې د دغې ازادۍ پر مټ د اخلاقي مفاسدو ، ټولنيزو لانجو او باطلو عقايدو او نظرياتو خپرولو ته لارې جوړوي او شپه ورځ هڅه هاند کوي چې اسلامي نړۍ کې خپل کلتوري يرغل ته مخه خلاصه کړي . همدا وجه ده چې ديموکراتان هيڅکله اسلامپالو سره دا لوز او تعهد نه شي کولای چې په اسلامي هېواد کې د بيان معقولې ازادي ته لار هواره شي .

داسې بيان چې حق وايي ، حق خپروي او په حقه وينا د ظلم ، ناروا ، باطل پرستۍ او ټګمارۍ مخالفت کوي . لنډه دا چې د بيان ازادي دوه معناوې لري : د حق بيانولو ازادي او د باطل بيانولو ازادي . د باطل بيانولو ازادي خو د اسلامي او نا اسلامي بشري وجدان په حکم يقيناً ټولنې ته زيانمنه ده .

خو ايا د دې پراخې نړۍ په ګوټ ګوټ کې څوک داسې ديموکرات راښوولای شي چې د حق بيانولو ازادي راسره ومني ؟ هيڅکله نه ، دا ځکه چې اسلامي نظريه پر انساني دماغ خورا ډېره اغېزمنه ده ، اسلامي داعيه فطري ده ، منطقي او عقلي ده او په ګرده نړۍ کې يې هيڅوک سيالي نه شي کولای او نه يې هيڅ کوم مخالف مفکر په ترديد کې څه معقول استدلال لري . ځکه خو باطل پرستانو پخوا هم د قرآن له اورېدو خلک ايسارول او اوس يې هم ايساروي . ديموکراتانو رامخکې شئ د حق بيانولو ازادي راسره..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د