دامریکایې پوځ لمړۍ ډلې له افغانستان څخه په وتلو پیل وکړ

نن ټکی اسیا

(نن ټکی اسیا) دامریکا اولسمشر اوباما له اعلان سره سم چې ګواکې دجولای دمیاشتې تر پایه به خپل لس زره عسکر راباسی ،په افغانستان کې دمېشتو امریکایې پوځیانو لمړۍ ډلې له افغانستان څخه په ستنېدو پیل وکړ .د پوځیانو درخصت کولو په مهال په بګرام هوایې اډه کې یوه غونډه جوړه شوه چې پکې دنوموړو پوځیانو دجنګي فعالیتونو دستاینې تر څنګ دهغوی دپوځي لاسته راوړنو یادونه هم وشوه .

 له افغانستان څخه دامریکایې پوځ لمړۍ ډله په داسې حال کې ستنیږي چې طالبانو لا وار دمخه د لږ شمېر پوځیانو ایستل یو سمبولیک ګام بللی .او له افغانستان څخه دټولو خارجي پوځیانو تر وتلو پورې یې دمقاومت هوډ کړی .

محب وثیق

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د