نظــر

د مسلمانانو او د غربیانو د وينو د ارزښت توپیر

لیکوال: احمد جاويد شکیب

د روان عیسوي کال د جنوري په ۷مه نیټه په فرانسه کې دوو تنو د چارلي ابدو په نامه د مزاحیه مجلې په ودانې برید وکړ، د څلورو کارتونیستانو او یوه پولیس په ګډون یې ۱۲ تنه ووژل. د فرانسي پوليسو دغه کسان شريف او سعيد کوشي په نامه الجزایرالاصله فرانسويان او وروڼه معرفي کړل. دغه دواړه وروڼه د جنوري په ۹مه نیټه د فرانسي د پولیسو لخوا ووژل شول. په چارلي ابدو مجلې بريد په ۲۰۰۶ م کال کې د رسول الله صلی علیه وسلم د کاریکاتور د نشرول په انتقام کې تر سره شو. له دغې پیښې نه پرته د پاريس په دوه نورو ځاینو کې هم په دوه نورو پيښو کې یوه پولیسه او څلور یرغمل نیول شوي یهودیانو د وژل کیدو سره ټول ټاکل ۱۷ تنه ووژل شول.

دغه پېښې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په شمول د نړۍ د مختلفو هېوادنو د چاروکو له خوا په کلکو الفاظو وغندلې شوې. د نړۍ له مختلفو برخو نه هم ځینو اسلامي سازمانونو د دغه کار غندنه وکړه.

جالبه خو دا وه چې د یک شنبي په ورځ تقریبأ ۳.۷ میلونه کسانو د چارلي د مجلې د کارمندانو د وژني د غندنې لپاره په فرانسې کې لوی لاریون وکړ. دوي د چارلي ابدو د مجلې د کارمندانو سره د غمشريکۍ او خواخوږی لپاره په بینرونو باندې (( زه چارلی یم)) تر سرلیک لاندې شعارونه ليږدول. په دغه لاریون کې د فرانسي د ولسمشر او نور چارواکو په ګډون د ۴۰ بهرنیو هېوادونو نه هم لوړپوړو چاروکو ګډون کړی وو. د نورو هېوادونو څخه راغلو کسانو کې د انګلیستان صدراعظم د ډیوډکامرون د هسپانيې صدراعظم ماریانو راجیو د جرمني چانسلره انګیلامرکل د یوکراين ولس مشر پیترو پوروشینکو او داسي نور شامل وو.

له اسلامي نړۍ نه د اردون پاچا دویم عبدالله او ملکه رینا د فلسطین ولس مشر محمود عباس د مالي ولس مشر ابراهيم بوبکر هم ګډون کړی وو. د پام وړ خو دا وه چې نړیوال جنګي مجرم او لوی تروریست د اسرايلو صدر اعظم بنیامین نتنیهو هم د ۱۷ فرانسویانو د وژنو د غندنې او د فرانسي د هېواد سره د غم شریکۍ لپاره فرانسه ته تللی وو. حال دا چې د هغو ۲۱۰۰ بی ګناهو ښځو، ماشومانو او نارینو د وينو داغونه لا تراوسه پورې د شجاعيه او د غزې د نورو سیمو د ړنګو وداني له دیوالونو څخه چې څو میاشتي مخکې د اسرايلو په وحشیانه بمباریو کې توې شوې وې لا پاکي شوي نه دي.

که په رښتیا هم د څلويښتو هيوادونو د چارواکو او د ۳.۷ میلونونو کسانو لاریون د ۱۷ بی ګناه وګړو د وژنې غندنې لپاره وي او د دوي ادعاو په اساس چې انسانان سره برابر او مساوي دي نو:

ولي په میانمار کې د بودایانو په لاس د زرګونو بی ګناه مسلمانانو د ښځو او ماشومانو د وژنی او له خپلو مینو څخه د شړلو کیدلو پېښې چې ملګري ملتونو ورته په نړۍ کې د ټولو مظلوم او رټل شوي اقلیت خطاب ورکړی. دغه شان لاریون او د څلويښتو هېوادونود مشرانو ګډون او غندنه له ځان سره نه درلوده؟

ولې د اسرايلو په واسطه هر کال په زرهاو بی ګناهو فسطیني ښځو او ماشومانو وژنه دغه شان لاریون او د څلويښتو هېوادونود مشرانو ګډون او غندنه له ځان سره نه لري؟

ولي د امريکا په واسطه د یو نیم میلونه عراقي ماشومانو، ښځو او نارينو وژنه او په دوی باندې د یورانیم لرونکو وسلو کارونه چې له کبله یې تر اوسه په فلوجه او د عراق په نورو سیمو کې زيږيدلي ماشومان معایوب زیږي. حال دا چې د نړیوالو قوانیو په اساس په جګړه کې د یورانیم شیندونکو وسلو کارونه منع هم ده، له ځان سره داسي لاریون او د څلويښتو هېوادونود مشرانو ګډون او غندنه نه درلوده؟

ولي د د بشار الاسد د جابر او ظالم رژیم په واسطه د سل هاو زرو بی ګناهو ښځو، ماشومانو او نارینو وژنی دغه شان لاریون او د څلويښتو هېوادونود مشرانو ګډون او غندنه له ځان سره نه لري؟

ولي د امریکا د بی پیلوټه الوتکو په واسطه په پاکستان، افغانسان، یمن سومالي کې د سلګونو بی ګناه وکړو وژنه چې د بخښني د نړیوال سازمان په اساس د نړیوالو قوانیو خلاف عمل دی. دغه شان لاریون او د څلويښتو هېوادونود مشرانو ګډون او غندنه له ځان سره نه لري؟

ولی په مرګزي افریقا کې د مسلمانانو د نسل وژنی په غبرګون کې داسي لاریون او د څلويښتو هېوادونود مشرانو ګډون او غندنه وجود نه لري؟

ولي د مصر په الربیع کې د زرګونو ښځو او ماشومانو لاریون کوونکو وژنه چې په د ډیموکراسي غوښته یې کوله دغه شان لاریون او د څلويښتو هېوادونود مشرانو ګډون او غندنه له ځان سره نه درلوده؟

پس له دې ټولو نه ښکاری چې په اصل کې د غربیانو له نظره مسلمانان بشر او انسانان نه دي. د دوي وينې ارزښت نلري. د دوي قاتلین د غندنی وړ نه دي. د بشر حقوق او د انسانانو برابروالی یو ډول منافقت دی. هیڅ کله هم د یوه مسلمان وينه د غربي له وینې سره نه شي برابريدلی.

د غربيانو څخه هسي هم ګیله نشته په اصل کې د اوس زماني مسلمانو واکمنانو ته هم د مسلمان وينه او شرف ارزښت نه لري. همدوي د خپلو شخصي منافعو او په واک کې د پاتي کیدو لپاره غربيان د مسلمانانو د وینې د تویولو لپاره را بولي. دوي له خپلو اتباعو ته لیوان او خپلو بادارنو ته پسه او کیدړان دي.

د مسلمان وينه به تر هغه وخت کم ارزښته وي تر څو خپله مسلمانان خپلو وینو ته په ارزښت قایل نه شي. او دا هغه وخت امکان لري چې مسلمانان په خپلو منځو کې له یو بل سره په نرمي سر رفتار وکړي او د دوي د وینې، مال او شرف د حفاظت لپاره د حق له منکرینو او اغیار په وړاندې له شدت او سختي څخه کار واخلي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مبین

الله پاک دی تاسو لوی اجردرکړی زحمت ویستلی . الله پاک دی داسلامی حوکمتونونه دا غلامان حاکمان لری کړی اوپه خپل قهراو غضب دی اخته کړی ددوی له لاسه دمسلمان وینه داسی بی ارزښته ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x