ادبي لیکني

له الله (ج) سره مینه – په زړه پورې کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

یوه ورځ یوه کس حج ته د تللو هوډ وکړ ، کله یې چې له خپلو زامنو سره مخه ښه کوله ، په دې وخت کې کوچني زوی یې خپل پلار ته وویل : پلار جانه ! ما هم له ځان سره حج ته بوځه .

پلار یې وویل : ته تر اوسه پورې کوچنی یې پر تا باندې حج نه دی فرض شوی ، کوچنیان څوک له ځان سره حج ته نه بیایي ، کله چې ستر شوې ، نو بیا کولای شې د حج فریضه ادا کړې ، دې ته ورته ډېر خبرې یې ورته وکړې ، هلک له ډېرو زاریو او عذرونو وروسته خپل پلار دې ته اړ کړ ، چې له ځان سره یې حج ته بوځي .

دواړه مکې معظمې ته د حج کولو په موخه روان شول ، بالاخره حج ته ورسېدل .

له کعبې شریفې نه د طواف کولو پر مهال ، زوی له خپل پلار څخه وپوښتل : پلار جانه ! الله (ج) چېرته دی ؟ آیا په خپل کور کې دی ؟ را ځه چې لاړ شو الله (ج) ووینو !

پلار یې وویل : موږ الله (ج) نه شو لیدلی ، دلته یوازې د دې له پاره راغلي یو ، چې د خدای (ج) له کور څخه طواف وکړو .

زوی خپل پلار ته وویل : پلار جانه ! آیا داسې کېدای شي ، چې مېلمه د چا کره ورشي او د کور څښتن ونه ویني ؟ دې ته مېلمستیا نه شو ویلای !

هلک په سجده پرېوت ، چیغې یې وهلې او ویل یې ، چې زه غواړم الله (ج) ووینم .

په همدې وخت کې په ناڅاپي ډول امام ابو حنیفه (رح) د دوی خواته راغی ، پلار د د امام ابوحنیفه (رح) په لیدو خوښ شو او ورته وې ویل : اما ابوحنیفه (رح) راشه زما زوی رانه پوښتنه کوي او وایي ، چې الله (ج) چېرته دی ؟ زه غواړم ، چې خدای (ج) ووینم !

امام ابو حنیفه (رح) وویل : د زوی دې له الله (ج) سره لیده کاته وشول .

پلار خپل زوی وښوراوه ، ګوري چې له دې فاني نړۍ سره یې د تل له پاره مخه ښه کړې ده . پلار چې وکتل زوی یې له دې نړۍ څخه تللی دی ، نو په ژړا ، چیغو او زاریو سره یې وویل : ای الله (ج) ما هم له خپل زوی سره مې په خپل ملاقات ونازوه .

خدای (ج) د زوی په څېر یې د ده دعا هم قبوله کړه او له دې دنیا سره یې مخ ښه وکړه .

هغه څه چې ویلی شم هغه دادي : یو ځل له الله (ج) سره د زړه له کومې مینه وکړئ ، بیا وګورئ ، چې له خدای (ج) سره مینه څومره خوند لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x