فرانس: غربیان په افغانستان کي ناکامه او په دام کي را ګیر دي

attack_on_PRT_in_hiratنن ټکی آسیا: تیره ورځ د فرنسې ۵ عسکر په یوه چاودنه کي ووژل شوه، او ۴ نور ټپیان شوه، ددغه خبر په اساس د فرنسې زیات شمېر ورځپاڼو خپل په ننۍ ګڼه کي د افغانستان په مسئله بحث کړی، هغوی افغانستان د غربیانو له پاره د یو داسي دام په توګه تشبیه کړی چي د وتلو لاره يې هم نسته.

د لیبراسیون په نامه ورځپاڼي ولیکل چي په افغانستان کي د غربیانو ښکیلاک ناکامه سو،

او هغه غربیان چي ویل يي دغه جنګ ځپلي هیواد ته به دیموکراسي او پرمختګ راولي، باید عبرت واخلي، او زیاته کړې چي ۶۹ فرنسوي عسکرو خپل ژوند په یو داسي جګړه کي له لاسه ورکړ چي د وتلو لاره يې هم نه مالومیږي.

یوې بلي ورځپاڼي دیرنییر نوفیل دالزاس په نامه ویلي چي وروستۍ پيښه دا یو ځل بیا څرګنده کړه چي افغانستان د خټو یو ډم دی، چي غربي او خاص بیا امریکايي ځواکونو په کښي را ګیر دي او په کښي را څرخیږي.

یوې بلي ورځپاڼي (شارانت لیبر) بیا سوال وکړ او زیاته یې کړه چي هغه غربیان چي اوس په جګړه کي ښکیل دي، څرنګه د برتانيې او روس د انجام څخه عبرت نه اخلي؟

نوري ورځپاڼي په دې نظر دي چي د افغانستان څخه د فوځونو را ایستل به د راتلونکو انتخاباتو د کمپاین یو مهمه حصه تشکیله وي.

ددې تر مخه د فرنسې د حکومت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي د فرنسې ۵ عسکر په یوه چاودنه کي ووژل شوه، او ۴ نور ټپیان شوه.

د یادوني وړ ده چي د فرنسې ولس مشر نیکولا سرکوزي په افغانستان کي اعلان وکړ چي د کال ۲۰۱۲ تر پایه به خپل ۱۰۰۰ عسکر د افغانستان څخه وباسي.

فرانس په افغانستان کي ۴۰۰۰ عسکر لري چي زیات شمېر يې د کابل په شمالي سیمو او کاپيسا کي خپل د اشغال چاري پر مخ بیايي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د