ټولنیزه برخه

پنځه ګټورې او خوندورې کیسه ګۍ

لیکوال: حامد افغان

(1) ظالمان وپیژنئ

عبدالله بن المبارک رحمه الله ته یوه خیاط وویل: زه پاچا او د هغه خلکو ته جامې ګنډم د ظالمانو له مرستندويانو خو به نه ګرځم؟ هغه ورته وویل: نه، د ظالمانو مرستندويان هغه خلک دي چې ته تار او ستنې ورنه اخلې، او ته؟ ته خو پخپله عیناً د ظالمانو په کتار کې راځې! .

(2) له پلار سره ښېګڼه

فضل بن یحیی البرمکي د عباسي خلیفه هارون الرشید ښی لاس، رضاعي ورور او د خراسان بلکي د ټول ختیځ واکمن و، کله چې هارون الرشید برمکیانو ته غوسه شو خپل استاد یحیی یې سره له دواړو زامنو فضل او جعفر بندیان کړل، فضل یې د پلار په خدمت کې ډېر تکړه و، ابن خلکان لیکي: پلار به یې په ژمي کې په سړو اوبو اودس نه شو کولی ناروغه کاوه یې، او د اوبو ګرمولو وسایل هم نه وو، یحیی به په اوسپنيز چینک کې اوبه واچولې او هغه به یې ډېره موده په نس پوري نیولی وو، په دې توګه به د اوبو ډېر یخوالی مات شو او پلار به یې اودس پرې وکړ. (وفيات الاعیان. 36/4).

د “له مور او پلاره سره ښېګڼې ” په موضوع کې د مور تله درنه ده لکه په یوه حدیث کې هم دری ځله مور او په څلرم ځل پلار یاد شوی دی، خو خلکو پلار خوارکی.. ډېر شاته کړی دی هر ځای له مور سره د ښېګڼې موضوع ګرمه وي، باید “له پلار سره ښېګڼې” موضوع ته هم جدي توجه وکړل شي.

(3) نن او پرون

پرون:

کیسه کا یو سړی ومړ نو “اوښ ” به یې هر وخت له غمه د قبر خواته ولاړ و ، او کیسه کا چې د ربیع بن بدر یو سپی و هغه ساتلی او لوی کړی و، کله چې ربیع ومړ سپی یې له قبره نه بېلیدی او د قبر خواته به کوړنچیدی تر څو هلته ومړ.

نن:

او زموږ د زمانې کیسه ده چې یو سپينږيري د موبایلونو مستري ته ورغی ورته کړه یې: موبايل مې کار نه کوي؟ هغه د موبايل له کتلو وروسته ورته وویل: بابا! موبايل دي روغ دی کومه خرابي نه لري .. سپينږيري په غمژنه لهجه ورته وویل: نو بیا ولې زما زامن یو هم زما سره اړیکه نه نیسي؟!! .

(4) صدقه

پرون یو عرب له خپل موټر سره ولاړ و غریبانو او عامو لارویانو ته یې بند پاکټونه ورکول، یوه ملګري ته یې ورکړی و چې خلاص یې کړ ټولې د یخ ضد جامې وې، او له جرابو نیولې تر ګرمې خولۍ پوري ..
هغه شی باید خیرات او صدقه کړو چې د غریب اشد ضرورت وي، داسي نه ده چې غریب یواځي خوراک او څښاک ته اړتیا لري بلکي ګڼ شمیر نور ضرورتونه هم لري.

(5) مورنۍ ژبه

فرنسوي تاجر د اروپایي ټولنې په یوه لویه غونډه کې خبرو ته پورته شو، په انګليسي ژبه یې خبرې پیل کړې، فرنسوي ولسمشر “شیراک” یې خبرې پرې کړې او ورته ویې ویل: پخپله مورنۍ ژبه (فرنسوي ژبه) ولې خبرې نه کوې؟ تاجر ورته وویل: ځکه انګلیسي د تجارت ژبه ده.

ولسمشر شیراک غوسه شو او د غونډې له تالاره روان شو، وروسته ولسمشر وپوښتل شو چې ولې غوسه او ولې د غونډې له تالاره ووتلئ؟ هغه ورته وویل: زه حیران شوم چې یو فرنسوی په پردۍ ژبه خبرې کوي! او ځکه ووتلم چې نه غواړم د داسې سړي خبرې واورم چې هغه د خپلې مورنۍ ژبې درنښت او احترام نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x