نړۍ

چارلي ابدو يو‍ ځل بيا د ګستاخانه کارټونونو د خپرولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي۲۳مه،۱۳۹۳ل): د فرانسې اسلام دښمنه مجلې «چارلي ابدو» اعلان کړی، چې دوی به يو ځل بيا د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام سپکوونکی کارټون خپروي.

روسي تلويزون «RT» د چارلي ابدو د حقوقي سلاکار رچرډ مالکا له قوله وايي، چې راتلونکې ګڼه کې به د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپکوونکي کارټونونه خامخا خپروي.

مالکا زياتوي، چې نور کله دوی شپيته زره ګڼې چاپوي، مګر دا ځل به دېرش لکه ګڼې خپروي او په ټولو بازارانو او کتابتونو کې به موندل کيږي.

د چارلي ابدو حقوقي سلاکار وايي، چې دوی هيڅ خپله ماتې نه مني او د سپکوونکو کارټونونو «قانوني حق» لري.

د چارلي ابدو يو کارټونيسټ «لوز» وايي، چې راتلونکې ګڼې لپاره يې بشپړ تياری نيولی او نوې ګڼه به په خپل وخت له چاپه راباسي.

د نوموړې مجلې يو کالم ليکونکي پيټريک پيلوکس فرانسوي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د مجلې لوستونکي او مينه وال بې کچې زيات شوي او له دې وروسته به چارلي ابدو په ۱۶ ژبو خپرونې کوي.

د چارلي ابدو نوې ګڼه به سبا چهارشنبې ته خپرېږي.

د يادونې وړ ده، چې تېره چهار شنبه درې تنو د چارلي ابدو پر مرکزي دفتر بريد کړی و، چې له امله يې د مجلې د ايډيټر او پنځو کارټون جوړوونکو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي وو.

د چارلي ابدو پر دفتر له بريد وروسته د يهودانو پر يو مارکيټ هم بريد کې څلور يهودان وژل شوي وو او چارواکي وايي، چې د څلور واړو وژل شوو يهودانو مړي له پاريس څخه اسراييلو ته لېږدول شوي او هلته به خاورو ته سپارل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalil

بس زور دا وکړي اوس خبره ديره خکاره شوه د اسلام جنګ دا تيار شي

khalil

اسلام عليکم دا خکاره خبره دا چه اسلام حق دين د او محمد ص داسلام حق پيغمبر د نور واړه اديان باطل دي
موژ د چا ددين سپکاوۍ نه کاوو خو دا يهود او نصواره يي د اسلام سپکاوې کوي وايي چه ميديا ازاده دا
خو سپکاوې خو هم اذاد نه دي لندا دا چه مسلمانانو او اسلام ته توهين کو ي او جنګ غواړي
د الله په فضل مسلمانان ورته تيار دي
الجهادو ماضي الا يومالقيامه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x