افغانستان

ملګري ملتونه:د اشرف غني او عبدالله «احترامانه» همکاري د قدر وړ ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): ملګرو ملتونو له نږدې څلور میاشتني ځنډ وروسته د افغان کابینې پر اعلان خوښي ښودلې او د ګډ حکومت تر منځ يې همکاري «احترامانه» او د قدر وړ بللې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له خولې لیکلي چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د کابینې په اړه احترامانه همکاري د قد وړ ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانکړي استازي نیکولاهیسم ویلي چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د کابینې هوکړه د دوی د ښه مشارکت څرګندونه کوي.

نوموړي وویل چې دوی تمه لري چې دغه وزیران به د ولسي جرګې له لوري هم د اعتماد رايې واخلي او بې له کومه خنډه به کابینه رسمي شي.

د ګډ حکومت له جوړښته نږدې څلور میاشتې وخت تېرېږي، چې تېره ورځ يې نوماند وزیران معرفي کړل.

د چارو کارپوهان د دواړو مشرانو د وزیرانو له نوملړه خوښ نه دي او وايي چې دا د سهامي شرکت او د قومونو پر اساس معرفي شوې کابینه ده، نه د اهلیت او وړتیا  پراساس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x