ټکنالوژي

د ګوګل په مرسته به په هر ژبه پوهیږئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): له دې مخکې سکایپ د داسې بڼه په معرفي کولو بوخت و چې له ځنډ پرته هر ژبه وژباړي خو اوس ګوګل غواړي سکایپ ته ورته ټکنالوژي معرفي کړي.

ګوګل کمپنۍ په داسې ټکنالوژي کار کوي چې په مرسته به يي هره ژبه د کاروونکي مورنۍ ژبې ته وژباړل شي. دغه ټکنالوژي به د سکایپ په څیر نه وي او یوازې د اوریدل شوي خبرې ژباړل شوی بڼه به د موبایل په ښیښه لیکل کیږي.

که څه هم دغه سافټ وییر به د سکایپ له راتلونکي بڼې سره رقابت نشي کولي خو بیا هم کاروونکي د دې ټکنالوژي په مرسته به په مختلفو ژبو خبرې کوونکي کسانو سره خبرې کولی شي.

که څه هم د ګوګل کمپنۍ د دې ټکنالوژۍ په اړه څه نه دی ویلی خو نیویارک ټایمز مجلې راپور ورکړی چې دغه ټکنالوژي به ډیر ژر کاروونکو ته وړاندې شي.

دغه ټکنالوژي د مخاطب کس خبرې په لیکل شوې بڼه ژباړي. دغه ټکنالوژي به یوازې هغه ژبې ژباړي کوم چې د ګوګل کمپنۍ لخوا په کې ځای پر ځای شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x