ملګري ملتونه: د کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ۱۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

man_crying_after_blastنن ټکی آسیا: په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دفتر څخه په یوه اعلان کي وویل شوه، چي د روان کال ۲۰۱۱ په لومړیو شپږو میاشتو کي په افغانستان کي ۱۴۰۰ ملکي وګړي ووژل شوه، چي د تیر کال ۲۰۱۰ په پرتله ۱۵ فیصده زیات شمیر دی.

د ملګرو ملتونو د اعلان سره سم د وژلو شوو کسانو څخه ۸۰ فیصده د وسلوالو مخالفینو لخوا د جنوري د میاشتي د لومړی نیټې څخه

بیا د جون تر میاشتي پوري وژل شوي دي.

او همداسي د ۱۴ فیصده ملکي وګړو د وژني پړه د بهرنیو ځواکونو پر عسکرو باندي اچولې شوې ده، او د پاته شپږ فیصده اړه هیڅ نه دي ویل شوي چي د چا له خوا وژل شوي دي.

د یادوني وړه ده چي تیره شپه هم د بهرنیو ځواکونو په ډزو او چاپو کي ۷ تنه ملکي وګړي شهیدان شوې وه، چي په خوست کې د میشتو افغانانو غوصه را پارولې وه، دا پيښه په داسي وخت کي را منځته کیږي چي لږ ورځي تر مخه په همدې ولایت کې ۱۴ تنه ملکي وګړي د یوې کورنۍ د ناټو په بمباریو کي وژل شوي وه، چي د هغو په اړه هم د خوست اوسیدونکو پراخې مظاهرې وکړې.

ددې تر څنګ د افغانستان په بیلا بیلو برخو کي د بهرني ځواکونو په بمباریو او عملیاتو کي زیات شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي دي، او همداسي د بمونو او چاودنو له امله هم زیات شمېر کسان وژل کیږي چي پړه يې افغان دولت او ملګري ملتونه پر طالبانو اچوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د