افغانستان

لښکرګاه کې خلکو دوه پولیس ووژل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند چارواکي وايي چې په دې ولایت کې عامو وګړو دوه پولیس ځای پر ځای وژلي دي.

د هلمند د امنیه قومنداني ویاند عبید افغان وايي چې تېره ورځ مازیګر مهال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې خلکو دوه پولیس ووژل او د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه تنه عام وګړي ټپیان شول.
د عبید افغان په وینا د لښکرګاه په څلورمه امنیتي حوزه کې د پولیسو او عامو خلکو ترمنځ لفظي شخړه وشوه، چې وروسته په فزیکي جګړه واوښته او عامو خلکو دوه تنه پولیس ووژل.

د نوموړي په خبره د پېښې اصلي علت نه دی معلوم؛ خو له قوله يې د خلکو او پولیسو ترمنځ تر دې وړاندې کومه ستونزه نه وه.

دا پېښه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې څه موده وړاندې د هلمند په سنګين ولسوالي کې د ملي اردو عسکرو د واده په مراسمو د برید په مهال نږدې یو سل اوشپېتو تنو ښځو او ماشومانو ته مرګ ـ ژوبله واړوله، چې له دې پېښې وروسته د خلکو او دولتي ځواکونو ترمنځ فاصله لا پراخه شوې ده.

دا په داسې حال کې دی چې تېر مازیکر مهال یو نفوذي عسکر هم په نوزاد ولسوالي کې د ولسوالي ټول لوړپوړي چارواکي ووژل.

یاده دې وي دغه بریدګر پولیس نن سهار په روغتون کې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x