fbpx

ګرمسېر کې اربکی قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې نن سهار د دې ولایت په ګرمسېر ولسوالي کې د اربکیانو قومندان طاهر خان د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي چې د نوموړي په موټر باندې د ګرمسېر ولسوالي په بنادر سیمه کې ماین وچاودید.
د ځواک په خبره په چاودنه کې طاهرخان او د هغه زوی وژل شوي او مېرمن يې ټپي شوې ده.

د طاهر خان زوی هم په بنادر کې اربکی و، چې نن سهار شاوخوا اته بجې په دې چاودنه کې له پلار سره یوځای ووژل شو.

یاده دې په دې وروستیو کې د اربکیانو ډېری قومندانان د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې په نښه شول.

په نږدې تېر وخت کې په لوګر کې سبزعلي، سید اغا، حاجي خلیل، دغزني په مقر کې قومندان فیضول، په ګیلان کې قومندان عنایت الله او په کندوز کې قومندان لنډو په چاودنو او نښتو کې وژل شوي دي.

د هلمند د ګرمسېر د دې پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د