څرخي پله کې یو زنداني تر شکنجو لاندې سا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د څرخي پله په زندان کې د غزني ولایت یو تن زنداني د زندان د مسوولینو تر شکنجو لاندې سا ورکړه.

حافظ عبدالروف چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي اوسېدونکی و، پرون د څرخي پله په زندان کې په شهادت ورسید.

نن ټکی اسیا ته رارسيدلي معلومات ښيي چې حافظ عبدالروف له طالبانو سره د همکاري په تور نیول شوی و، چې پرون ـ دوشنبه ـ يې تر سختو شکنجو لاندې سا ورکړه.

د سرچینې په قول په زندان کې د زندانیانو حقونه پرلپسې تر پښو لاندې کېږي او دوسیې په کلونو ـ کلونو نه کتل کېږي.

د څرخلي پله زندان مسوولینو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم د دې زندان په شمول د هېواد په ګڼو زندانونو کې له زندانیانو سره د ناسم چلند له امله شکایتونه او اعتصابونه شوي دي.

یاده دې وي د څرخي پله زندان په ګډون په بګرام زندان کې هم ډېری بې جرمه عام وګړي زندانیان دي، چې ځینو يې د شکنجو له امله دماغي توازن له لاسه ورکړی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د