په اورګون کې د ٣٥ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

afghan_army_kabulدپکتیکا ولایت حکومتي چارواکيو ددغه ولایت داورګون ولسوالۍ دپیرکوتي په سیمه دافغان او ايساف ځواکونوپه عملیاتوکې د ٣٥وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبرورکړ .

خو وسلوال طالبان د خپلو کسانو د وژل کېدو په ردولو سره وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې يې ١٠ کورنۍ او درې بهرنۍ سرتېري وژلي دي.

دپکتیکاد والي ویاندمخلص افغان نن اسيا ته وویل،

چې دکشفي ارګانونو دراپورونو پربنسټ افغان او ناټوځواکونو په یاده سیمه کې دشپې پر ۸  بجو عملیات پیل کړل، چې دسهار ترنهو بجو پورې یې دوام درلود.

دافغان په خبره ،په دې عملیاتوکې ٣٥وسلوال طالبان وژل شوي ،چې له ۱۵ څخه تر ۲۰مړيیې دحکومتيځواکونو لاسته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړه،چې افغان ځواکونه اوس هم په دې غرنۍ سیمه کې دوژل شویو اوژوندي پاتېشویو طالبانو په لټه کې دي.

هغه دا هم وویل،چې په وژل شویو کسانوکې ډیری بهرنیان دي اوله دې څرګندیږي،چې دډیورنډ دکرښې له هغې خوا څخه رااوښتي دي.

د والي وياند په دې عملیاتوکېدملي اردود دوو سرتېرو اویوهبهرني سرتېريدټپې کېدو خبر هم ورکړ.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو کسانو وژل کېدل نه مني اووايي، چې دوى د ارګون ولسوالۍ په پيرکوتي سيمه کې د حکومتي او بهرنيو ځواکونو پر پلې ګډه ګزمه بريد کړى، چې په ترڅ کې يې شپږ کورني او درې بهرني سرتېري وژلي دي.

هغه وايي، چې نښتې يوساعت دوام درلود اوپه دې سربېره اووه کورني اوپنځه بهرني سرتېري ټپيان شوي هم دي.

ارګون ولسوالى د پکتيکا ولايت مرکز شرنې ختيځ ته پراته ده چې يوه ارامه ولسوالي بلل کيږي خو کله کله ترې د نښتو خبرونه خپريږي.

ابدالي محزون- پکتیکا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د