ټکنالوژي

سامسنګ خپل تر ټولو نری سمارټ فون بازار ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): سامسنګ کمپنۍ په رسمي بڼه اعلان کړی چې ګیلیکسي سمارټ فون (A) لړۍ تر ټولو وروستۍ سمارټ فون ګیلیکسي اې ۷ (Galaxy A7) بازار ته وړاندې کوي.

د سامسنګ کمپنۍ دغه سمارټ فون په اړه ډیر راپورونه خپاره شوي او د دې سمارټ فون ډیزاین او نور ځانګړتیاو په اړه يي مختلف نظرونه خپاره کړي.

خو اوس دغه کمپنۍ په رسمي بڼه اعلان کړی چې دغه سمارټ فون بازار ته وړاندې کوي نو له د دغې سمارټ فون تصویرونو وړاندې کولو سره به معلومه شي چې دغې سمارټ فون په اړه نظرونه څومره حقیقت درلود.

دغه سمارټ فون هم د سامسنګ ګیلیکسي اې ۳ (Samsung Galaxy A3) او ګیلیکسي اې ۵ (Galaxy A5) په څیر له فلز څخه جوړ شوی او سامسنګ کمپنۍ ویلي چې دا به په بازار کې تر ټولو نرۍ سمارټ فون وي ځکه چې دغه سمارټ فون ۶.۳ ملي متره نرۍ دی.

دغه سمارټ فون هم ۵.۵ انچه ۱۰۸۰ پکسله ډسپلې لرلو سره ۲ ګیګابایټ رېم لري. د دغې سمارټ فون فایل ثبتونې وړتیا ۱۶ ګیګابایټ دی چې ۶۴ ګیګا بایټ میموري کارډ هم قبلولی شي.

د دې سمارټ فون شاتنۍ کامره ۱۳ میګا پکسله او مخکینۍ کامره ۵ میګا پکسله دی. دغه سمارټ فون د انډرایډ ۴.۴ کېټ کټ (Android 4.4 KitKat) اپریټنګ سیسټم په مرسته کارول کیږي کوم چې به ډیر ژر انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ (Android 5.0 Lollipop) ته اپډیټ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x