د نن سرلیکنه

کابینه اعلان شوه؛ ایا کړکېچ پای ته ورسېد؟! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د ګډ حکومت کابینه له لوړې پوره ۱۱۰ ورځې وروسته اعلان شوه. دغه څه باندې درې میاشتې ګردې د واک د شریکانو ترمنځ د ناندریو، چنو وهنو او شخړو کې تېرې شوې. ځینو یو ځل بیا د ښاغلي جان کېري راتګ ته اړتیا لیده چې دا لانجه راختمه کړي. په هر صورت، اوس ۲۵کسیزه کابینه اعلان شوه. د ملي امنیت رييس چې پخوا هم رييس و، باقي نور مخکې وزیران نه وو. د ملي امنیت ریاست لپاره هم ځکه پر رحمت الله نبیل اشرف غني او عبدالله عبدالله سره یوه خوله شوي وو چې د اسحاق ګیلاني په خبره د امریکا او انګلستان سفارتونو یې د ابقا امر کړی و. نورې څېرې په واک کې د شریکو اړخونو له خوا معرفي شوي دي.
اوس کابینه معرفي شوه. پوښتنه دا ده چې د ګډ حکومت د څو شریکانو لانجه به له همدې اعلان سره پای ته ورسېږي او که به نوره پراخه شي او نور سرونه به وکړي.
ځینو باوري سرچینو د کابینې پر سر د شخړو پر مهال داسې راپورونه ورکړل چې اشرف غني له بریا وروسته له هغو افرادو څخه مخ ګرځولی چې د ټاکنو پر مهال یې د ده ملاتړ وکړ. سربېره پر دې په ټلویزیوني بحثونو کې د اشرف غني د پخوانیو پلویانو له دریځونو څخه له ورایه څرګندېږي چې هغوی تر ډېره د غني له بریاوروسته سیاستونو څخه ناراضه دي. دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله بیا پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی. تېره اوونۍ محمد محقق هم په مزار کې په ډاګه وویل چې عبدالله ورسره د پنځو وزارتونو ژمنه کړې وه او اوس چې د «ملي یووالي» په نامه د حکومت خبره شوه نو دوی ته پنځه وزارتونه رسېږي. د اشرف غني له دې ځانګړې سیاسته یې پلویان، په تېره هغه چې په ولسي جرګه کې دي، ویل کېږي چې د غني له خوا به معرفي شوو وزیرانو ته د بارو رایې په ورکولو کې پښه ټینګه کړي.
له دې وروسته وزیرانو ته د باور رایې ورکړه کې د ولسي جرګې دننه ناندرۍ او پټې او ښکاره معاملې پیلېږي. که رښتیا هم د غني پخواني ملاتړي وکیلان له عبدالله عبدالله سره لاس یو کړي او د غني له خوا پېژندل شوي وزیران رد کړي، دا به د ګډ حکومت پر لار بله ننګونه وي.
له بلې خوا دا له اوسه ښکاره ده چې د ملي یووالي د ګډ حکومت کابینه د شپږو کسانو له ایتلافه راجوړه شوې ده. په دې کابینه کې د اشرف غني، دوستم او سرور دانش او له بل ټیم څخه د عبدالله عبدالله، محمد خان او محمد محقق برخې ډېرې څرګندې دي. دغه پنځه ویشت کسیزه کابینه په حقیقت کې د شپږو تنو کابینه ده. اوس که کابینه له ولسي جرګې څخه د باور رایه هم ترلاسه کړي، د دغو متخاصمو او سره په ټکر کې اړخونو ترمنځ د داسې نامتجانسو فکري ترکیبونو ترمنځ د یوه موثر کاري ماحول رامنځ ته کول به له معجزې کمه نه وي چې نه د غني له وسي پوره ده او نه هم د عبدالله عبدالله له توانه کېږي. د کابینې جوړښت تر یوه حده کامیابي ده؛ خو د پام وړ خبره دا ده چې دغه سره رقیبې ډلې نه شي کولای چې ګډ لړزانده حکومت بریا ته ورسوي.
که همدا کابینه له ولسي جرګې همداسې بشپړه راووځي، بیا به د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ پر ولایتونو، سفارتونو او معینیتونو ناندرۍ بیا د خبرونو سرټکي شي. د دې متوقع ناندریو د ژر حل کېدو کوم څرک هم نه لګېږي. په عمومي ډول له ګډ حکومت څخه د ولس هیلې تر ډېره په نهیلۍ بدلې شوي دي. د کارپوهانو په باور هم له دې حکومت څخه څوک د خیر هیله نه کوي.
دغه شواهد داسې ښيي چې افغانستان ته هره ورځ د ګډ حکومت له لاسه یو بل وحشي کړکېچ خوله خلاصوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

PEOPLE KNOWS, ASHRAFGHANI AND DOCTOR ABDULLAH ARE FRIENDS,THEY ARE OWNER OF KNOWLEG.
ASHRAF GHANI AND ABDULLAH HAVE RESPECT TO EACH OTHER,POLITIC IS VERY HARD,IN EVERY COUNTRY BETWEEN PARTY SOME PROBLEM CAN SOLVE WITH CONVERSATION.
BUT SOME ONE JUST DO PURPAGANDA.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x