د بهرنیو ځواکونو دوه تنه عسکر ووژل شوه

army_injured_in_afghanistanنن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو عسکرو نن ومنله چي تیره ورځ او نن ددوی دوه عسکر د مخالفینو په بریدونو کي ووژل شوه.

د ایساف د رسنیز مرکز څخه لومړی په یوه خبرپاڼه کي وویل شوه، چي تیره ورځ د افغانستان په ختیځه کې ددوی یو تن بهرنی عسکر د مخالفینو په برید کي ووژل شو.

په دوهمه خبرپاڼه کي هم وویل شوه چي د بهرنیو ځواکونو یو تن سرتیری نن ورځ

د افغانستان په ختیځ کې د مخالفینو په برید کي ووژل شو.

په دواړو خبرپاڼو کي راغلي، چي دا د ایساف د ځواکونو پالیسي ده چي نه غواړي د وژلو شویو عسکرو هویت څرګند کړي.

او له همدې وجې نه غواړي چي د پيښي ځاي په دقیقه توګه وښيي، ځکه چي د وژل شوي عسکر هویت ځیني څرګندیږي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ هم د بهرنیو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کي راغلي وه چي ددوی پنځه تنه عسکر د مخالفینو په یوه برید کي ووژل شوه، چي بیا مالومه سوله چي هغوی د کاپيسا په ولایت کي د یو سرښندونکي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.

خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه شمېر څو چنده زیات ښودلی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د