د نړۍ تر ټولو لنډه جګړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): په هغه نړۍ کې چې هره جګړه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په څو څو کاله وخت نیسي داسې جګړه هم شوي چې تر ټولو لنډ جګړې په نوم تاریخ کې ثبت شوی.

دغه جګړه د کلونو، میاشتو، اونیو او ورځو پر ځای یوازې څو دقیقې ادامه پیدا کړی. ځکه چې دغه جګړه د دوو هیوادونو تر منځ شوی نو په همدې اساس د جګړو نړیوال تاریخ کې ثبت شوی.

دغه جګړه په ۱۸۹۶ زیږیدیز کال د اګست میاشت په ۲۷مه د برتانیه او ختیځ افریقايي مسلمان هیواد «زنجبار» تر منځ پیښه شوې وه. کله چې په ۱۸۹۶ زیږیدیز کال د اګست په ۲۵مه د دغې هیواد مشر حماد بن ثویني وفات شو نو د برتانيي له اجازې پرته سلطان خالد بن برګاش د دغې هیواد مشر وټاکل شو.

برتانوي حکومت غوښتل خپل وفادار کس حمود بن محمد د دغې هیواد مشر په توګه وټاکي. د همدې لپاره برتانوي حکومت سلطان خالد ته د تسلیمیدو امر وکړ او د اګست ۲۷ مې تر ۹ بجو وخت يي ورکړ.

د سلطان ساتنې لپاره ۲۸۰۰ پوځیان موجود وو په داسې حال کې چې د برتانیي بحري ځواکونو درې کروز بیړۍ، دوه توپ ویشتونکي بیړۍ او ۱۵۰ پوځیان د جګړې لپاره د دې هیواد ساحل ته ورسیدل.

د وخت له پوره کیدو سره سلطان خالد د جګړې فیصله کړې وه نو له همدې امله جګړه په ۹:۰۲ بجو پیل شو او برتانوي بیړیو د سلطان په قصر ډزې پیل کړې. په ۹:۴۰ د سلطان قصر په مکمل ډول له منځه تلی و او ۵۰۰ پوځیان يي شهیدان شوي وو.

جګړه یوازې له ۳۸ دقیقو وروسته پای ته رسیدلې وه او د دې هیواد مشر سلطان خالد د جرمني هیواد سفارت له لارې دغه هیواد ته مهاجر شو.

برتانوي حکومت د دغې هیواد له نیولو سره خپل وفادار کس حمود د زنجبار هیواد مشر وټاکه. دغه جګړه کې د برتانيي یوازې یو پوځي زخمي شوی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د