
امریکا د ملا فضل الله نوم په تور لست کې شامل کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي۲۳مه،۱۳۹۳ل): امریکا نن اعلان وکړ، چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله نوم یې تور لست ته اچولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه فرمان له مخې، چې د امریکا د قانون سره سم، ترهګر او د هغوی ملاتړي تر هدف لاندې راولي، پرېکړه شوې چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم دغه لست ته شامل شي.
ملا فضل الله چې په عمر پوخ او په وینا لاسبری مشر پېژندل کېږي، د ۲۰۱۳م کال د نومبر په میاشت کې د ملا حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته پاکستاني طالبانو خپل مشر وټاکه.
پاکستاني طالبان یوه لسیزه وروسته په ۲۰۱۰م کال کې د القاعده نړیوال جهادي تنظیم او د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک په څېر امریکا د ځان لپاره د خطرناکې ډلې په توګه وپېژندله او هر ډول رسمي بندیزونه یې پرې ولګول.
پاکستاني طالبان همداشان د ملګرو ملتونو د بندیزونو په هغه لست کې هم شامل دي، چې له القاعده سره تړلي او د هغوی ملاتړي بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې د دې اعلان سره جوخت به په امریکا کې، امریکا ته راتلوونکې، د امریکا تر ولکې سېمو کې د ملا فضل الله ټولې شتمنۍ او پانګې کنګل کېږي.
د امریکا حکومت د پاکستاني طالبانو پر ضد دا اقدام په داسې حال کې پورته کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري لا هم د دوه ورځني سفر په ترڅ کې په پاکستان کې د دغه هېواد له مهمو او لوړو پوړو چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی.
د پاکستاني طالبانو مشر او د دغې ډلې ویاند د امریکا دغه اقدام ته تر اوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښوولی.