
دوكتور داود شاه صبا د کانونو او پېټرولیم وزارت ته نوماند
دوکتور داود شاه صبا د عبدالصمد زوی د 1343 لمریز کال د غوايي د میاشتې پر 21 نېټه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې زېږیدلی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په هرات او کابل کې تر لاسه کړې، په 1365 لمریز کال کې یې د کابل د پولي تخنیک پوهنتون څخه د اقتصادي ځمکې پېژندنې په څانګه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ او په 1381 لمریز کال کې د هندوستان د ممبی پوهنتون څخه د ځمکې پېژندنې په څانګه کې دوکتور اخستې .
ویل کېږي، چې ښاغلی صبا د څه مودې لپاره په کابل پوهنتون کې استاد هم پاته شوی دی.
په ۱۳۸۹ل کال کې د هرات والي وټاکل شو او درې کاله یې دغه دنده ترسره کړه.
مورنۍ ژبه یې پښتو ده او د دې تر څنګ په دري، انګلیسي او روسي ژبو هم پوهیږي.
د ګډ حکومت په اوسنۍ کابېنه کې د کانونو او پېټرولیم وزارت ته د ولسمشر غني له لورې نوماند دی.
I THINK THAT BROTHER WHICH NAMINATE FOR AGRECALTURE IS NOT PROFISSIONAL FOR AGRECALTURE,MINISTER OF AGRECALTURE MUST BE PROFFISSIONAL FOR AGRECALTURE,THANK YOU