افغانستان

کندهار: د احمدولي کرزي د فاتحې په مراسمو کي چاودني ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

red_musqueنن ټکی آسیا: د کندهار په سره جامع کې چیري چي د ولسمشر حامد کرزي د ورور د فاتحې مراسم روان وه، چاودنه وشوله، چي له کبله يې د دولتي مسؤولینو په وینا ۴ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوه.

دولتي چارواکو ویلي چي چاودنه د سرښندونکي برید په ترڅ کې تر سره شوه، او په کښي د کندهار د علماو د شورا د رئيس مولوي حکمت الله حکمت په ګډون ۳ تنه نور ملکي وګړي ووژل شوه.

د کندهار څخه په یوه ګډه اعلامیه کي وویل شوه، چي بریدګر چاودېدونکي توکي مسجد ته په لنګوټه کي تیر کړي وه، او د دوی امنیتي ځواکونو د افغاناني کلتور ته د درناوي په وجه په لنګوټو کي تلاښي نه کوله، ځکه نو بریدګر په دې وتوانید چي چاودېدونکي جومات ته تیر کړي، او هلته چاودنه ورکړې.

ددغي چاودني په اړه لومړیو راپورونو کي راغلې وه چي د خرقې مطهرې د جومات ملا امام هم وژل شوی، خو د کندهار والي او نورو چارواکو دغه خبرونه رد کړه، او زیاته يې کړه چي هغه روغ رمټ دی.

د ټپیانو په اړه وویل شوه، چي د هغوی څخه زیات شمېر سرسرکي ټپیان وه، او د میرویس روغتون ته لیږدول شوي دي، او د لږ معالجې وروسته فارغه شوي دي، او د پاتو کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

که څه هم ددې مراسمو لپاره په لوړه کچه امنیتي تدابیر نیول شوې وه، خو بیاهم بریدګر په یو نوي تکتیک وتوانید چي خپل هدف تر لاسه کړي، او د فاتحې د مراسمو لومړیو صفونو ته ځان ورسوي، چي له همدې امله اوس په کندهار کي د احمد ولي کرزي د فاتحې د مراسمو تر سره کولو لپاره انديښني را څرګندي شوي دي، چي چیرته به تر سره کیږي، د کندهار والي توریالي ویسا وویل چي دا احمد ولي کرزي په کورنۍ پوري اړه لري چي هغوی چیرته دغه مراسم تر سره کول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x