ورزش

کرکټ نړیوالې ادارې بیا هم سعید اجمل ته د لوبې چانس ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې که چیرې د فبروري ۷م پورې سعید اجمل د توپ اچونې ازموینه کې بریالی شي نو نړیوال جام کې لوبه کولی شي.

د کرکټ نړیوالې ادارې خپل دغه پریکړه د یو لیکل شوي پیغام په ډول د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو ته سپارلی او هغوي ته د دې لوبغاړی د لوبولو شرط وړاندې کړی.

دغه پیغام کې د کرکټ نړیوالې ادارې د پاکستان کرکټ بورډ ته لیکلي چې که دوي غواړي دغه لوبغاړی په راتلونکی نړیوال جام کې ولوبوي نو د فبروري تر ۸مې وخت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر تیره ورځ په قذافي لوبغالۍ کې خبریالانو ته وویل چې که سعید اجمل د توپ اچونې ازموینه کې بریالی هم شي بیا هم نړیوال جام کې د لوبې کولو اجازه نه ورکول کیږي.

سعید اجمل د پاکستان یو پیاوړی توپ اچووونکی دی چې د کرکټ نړیوالې ادارې لخوا له بندیز سره مخ شوی. دا ځکه چې د نوموړي توپ اچونې طریقه ناسم او د کرکټ قوانینو خلاف بلل شوی و.

سعید اجمل د پاکستان پخوانۍ توپ اچووونکی ثقلین مشتاق په مرسته خپل توپ اچونې طریقه بدله کړې او د اموینې په موخه به ډیر ژر هندوستان ته سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x