ورزش

فوټبال: فیفا له خپلې پریکړې ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) تیره ورځ د کال غوره لوبغاړی اعلان کړ چې د فیفا ادارې دغه پریکړه له ځینې نیوکو سره مخ شو.

د بارسلونا شخصي لوبډلې خوښوونکي دغه جایزه د لیونل میسي حق بولي په داسې حال کې چې کریسټیانو رونالډو د ډیرورایو له ګټلو سره د دغې جایزې ګټونکی اعلان شوی.

فیفا د اعلاميي له خپرولو سره له خپلې پریکړې ملاتړ کړی او بارسلونا شخصي لوبډلې ته یي ویلي چې قوانین د ټولو لپاره یو شان دی او دغه اداره نه شي کولی په خپل سر یو لوبغاړی ګټونکی اعلان کړی.

دا په داسې حال کې دی چې یو ورځ مخکې رونالډو ډیرو رایو ګټلو سره د کال غوره لوبغاړی اعلان شو چې له هغې وروسته د بارسلونا لوبډلې مشهور او پیژندل شوی لوبغاړی لیونل میسي دوهم او مانویل نویردرییم مقام خپل کړی و.

د فیفا اجرایوي مدیر مارک ګوادر په زوریخ ښار کې د دې بیانيي په اړه وویل:« د بارسلونا محرومول له جایزو څخه مونږ لپاره ډیر زیات مهم و ځکه چې په دې ډول مونږ نړۍ ته وښودله چې قانون د ټولو لپاره یو شان دی.»

نوموړی د بارسلونا محرومیت په اړه وویل:« دا یو طبیعي موضوع ده ځکه چې دغه لوبډله د لوبغاړو قانوني عمر په برخه کې د قانون خلاف عمل کړی. مونږ نه پوهیږو چې څو تنه لوبغاړي په دې برخه کې غیر قانوني دي خو له دې خبر یو چې هغوي د قانون په خلاف عمل کړی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x