
د ساندو قافلې
مولوي عرفان الله عرفاني
د خيال پر کلي مې را درومي قافلې په ساندو
په ترنم ترنم وايي کليمې په ساندو
د زړګي کور ته مې راغلی د غمونو کاروان
څيرې ګرېوان کې مې شوې اوښکې مېلمنې په ساندو
د خوشحاليو کډې لاړې د سحرا په لوري
نن دي راغلي پر موږ باندې ورځې شپې په ساندو
د وينو رنګ دي بيا سرې کړي کنارې د اسمان
پر اوږو اخلو د ځوانانو جنازې په ساندو
خواره مورکۍ مو همېشه شهيد بچی يادوي
ورځي په چيغو او ژړا تر مقبرې په ساندو
ناست يم د هجر په حجره کې ياره ستاله غمه
بېلتون را اچوي په پښو کې زولنې په ساندو
داسې څوک نشته ورته ووايم د زړه حالونه
تيريږي موږ باندې وختونه زمانې په ساندو
هره مصره يې د غزل په چيغو چيغو ژاړي
عرفاني ليکي د آهونو ترانې په ساندو