د اسلامي دولت هیکرانو د امریکا د مرکزي قیادت ټولنیزي پاڼي هیک کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د اسلامي دولت هیکرانو د امریکا د مرکزي قیادت ټویټر او یوټیوب پاڼې هیک کړې وې، او په هغو یې داسي سري معلومات نشر کړي وو، چې د سي آی ای او پوځي قیادت ډیر حساس او پټ رازونه بلل کیدل.

د اسلامي دولت هیکرانو دغه ویډیوګاني په خپله فیس بوک پاڼه او نورو ټولنیزو پاڼو کې هم نشر کړې وي.

که څه هم د سپيني ماڼۍ ویاند په خپله خبري غونډه کې وویل چې د ټویټر او یوټیوب اکاونټونو هیک کول دومره لویه خبره نه ده چې په خبر دي و ارزي، خو د هیکنګ، معلوماتو او انټرنیټ څارنې ماهرین وايي چې دا د اسلامي دولت د هیکرانو له خوا یو ډیر لوی ګوزار و او د امریکا د ټول پوځي قیادت لپاره د ډېر شرم خبره وه.

یو کارپوه چې په الجزیره کې په دې اړه خبره کولې، وویل چې دا سهي ده که مونږ ووایو چې هغوی یوازي د ټویټر او یوټیوب اکاونټ هیک کړ، خو د دې ځواب به امریکا څرنګه وايي چې څرنګه دغه هیکران وتوانېدل چې د امریکا مهم پټ اسناد تر لاسه کړي او هغه په دغه اکاونټونو باندي نشر کړي.

نوموړي وویل چې ددې څخه مالومیږي چې دغه هیکرانو د امریکا د پوځي قیادت په کمپيوټرانو کې ښه ډیر وخت تېر کړی او د عادي موظفینو د کمپيوټرانو څخه د اعلی قیادت تر کمپیوټرونو یې ځان رسولی، په دې توګه یې مهم اسناد تر لاسه کړي او بیا یې نشر کړي.

نوموړي وویل چې داسي ښکاري چې هغوی به ډیر زیات اسناد تر لاسه کړي وي او کیدای شي دا نشر شوي مطالب یې ډیره وړه برخه وي، کیدای شي په راتلونکي کې ویکيلیکس پر ځای د اسلامي دولت پاڼو ته د خلکو توجه ور واوړي، تر څو د امریکا مهم او پټ اسناد تر لاسه کړي.

د دغه کارپوه په وینا د اسلامي دولت هیکرانو د دې تر مخه د امریکایانو ډیر سایټونه تخریب کړي او همداسي د دریو تلویزونو سایټونه یې څه موده مخکي هیک کړي وو، او خپل مطالب یې پکې نشر کړي وو.

نوموړي وویل چې په داسي حال کې چې امریکا د نړۍ په سطحه تر ټولو ښه خوندي سیسټمونه لري او هغه هم هیک کیږي، خو که چیري د اسلامي دولت هیکران د عربي هیوادونو پوځي پاڼي او شبکې هیک کړي، نو تر دې به د زیات فضیحت سبب وګرځي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zakhme
میلمه
zakhme

ماشالله دییییییییییر یه زره بوری
الله تول هغه مجاهدین جی د الله دباره جنکیزی الله دی هغو ته نصرت ورکری موز یی هم باید به دعاوو کی هیر نه کرو الله دی نور توفیق هم ورکری
ماشالله ماشالله ماشالله ماشالله