ایساف: د مخالفینو په برید کي ۵ بهرني عسکر ووژل شوه
نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي ددوی پنځه بهرني عسکر نن د افغانستان په ختیځه سیمه کي د مخالفینو په برید کي ووژل شول.
د برید د نوعیت او دقیق ځای په اړه يې په خبرپاڼه کي هیڅ هم نه دي ویلي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د کاپيسا په ولایت کې د یوه سرښندونکي برید خبر ورکړ،
هغه زیاته کړه چي په نني برید کي چي د قومندان ضابط شیرین د کور مخته په داسي وخت کي تر سره شوی چي د نوموړي په کور کې فرنسوي عسکر او نور امنیتي چارواکي را ټول شوي وه، او کله چي هغو د کور څخه په وتو وه، یاد برید پر شوی.
ذبیح الله زیاته کړې چي په دغه برید کي د ۱۸ بهرنیانو په شمول ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
ددې تر مخه د تګاب ولسوال عبد الحکیم اخندزاده ویلي وه، چي په دغه برید کي د فرنسوي عسکرو ۳ سرتیرو ته مرګ ژوبله ورسیده.