نظــر

ايران او امريکا ترخې څرګندونې، خوږ سياست

ژباړن: احمد جرس

د کريسمس په ورځ د ايران ولسمشر حسن روحاني په خپل ټويټر پيغام کې د امريکا پر ضد ځينې شعارونه خپاره کړل #Fergusonو#Gaza، او زیاته يې کړه، چې که مسيح عليه السلام اوس زموږ تر منځ وای د مظلومانو د مرستې او د ظالمانو پر ضد د جګړې لپاره به يې يوه ثانيه وخت هم نه و ضايع کړی. بيا يې وليکل #BlackLivesMatter او له دې څلور ورځې وروسته يې يو ځل بيا امريکا کې سرو هندوانو د ټولوژنې او افريقايي امريکايانو د تبعيد په اړه وليکل:«ايا د ميليونونو سرو هندی امريکايانو وژل او د افريقايانو تبعيد د امريکا اخلاق او اصول دي؟»

حسن روحاني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ايران، امريکا او ۱+۵«د المان په ګډون د امنيت شورا د دايمي غړو هېوادونو » او ايران تر منځ د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې روانې دي.

په عين حال کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما کيوبا هېواد سره د تېرو څو لسيزو دښمني پای ته ورسوله او د اسلامي دولت پر ضد د ايران او امريکا د ګډې همکارۍ تړون مسوده ورکېدل او په دغسې یو حساس وخت کې خامنايي په خپل ټويټر پيغام «ايران په رښتيا له امريکا څه غواړي؟» د خلکو اندېښنې راپارولي دي.

ايا ايران غواړي، چې له کيوبا وروسته د امريکا لپاره د يارانې دوهم مرکز شي؟ ايا ايران هڅه کوي، چې امريکا سره خپله ظاهري دښمني په دوستۍ بدله کړي او که غواړي، چې د دښمنۍ کچه يې راټيټه کړي؟ او يا دا چې ايران وېره لري، د امريکا په څېر يو دښمن به له لاسه ورکړي؟
واشنګټن کې ډېر خلک په دې ګومان دي، چې ايران د امريکا په دښمني عادت دی او دا کار د ايران د اسلامي انقلاب يوه برخه بولي او څارونکي په دې اند دي، چې د اتومي انرژۍ او نورو ستونزو په اړه امريکا سره د خبرو اترو معنا دا ده، چې اسلامي انقلاب ته د پای ټکی ږدي، مګر ډېر خلک دا خبره نه مني، چې ايران دې له امريکا سره يو داسې حل ته ورسيږي، چې د اسلامي انقلاب ارزښتونه په کې له منځه ولاړ شي او يا د ايران د بهرنيو چارو وزير دکتور جواد ظريف د خپل امريکايي سيال جون کيري اليکټرونيکي ملګری شي.

امريکا سره د بشپړ پرېکون او يا هم د بربنډې يارانې تر منځ ايران پر کومه ولاړ شي؟

رښتيا خبره دا ده، چې تر اوسه هم ايران په دې نه پوهيږي، چې په دې اړه څه پرېکړه وکړي او امريکا سره د اړيکو لپاره کومه لار غوره کړي.
له تېرو درې کالو راهيسې د ايراني امنيتی کړيو او واکمنانو تر منځ دا ګنګوسې روانې دي، چې ايران د نړيوالو قوتونو په ځانګړې توګه امريکا سره د جيو پوليټيکس په موخه د اړيکو ټينګولو اړتيا لري او اوس پوښتنه دا ده، چې د دغو اړيکو معيار او اصول به څه وي؟

ايراني چارواکو په دې اړه ډېر تاوده بحثونه کړي او کېدای شي د ايران او عراق له جګړې وروسته دومره قوي او تاوده بحثونه نه وي شوي او د دومره بحثونو او ناندريو سربېره هم ايراني چارواکي کومې ځانګړې پايلې ته نه دي رسيدلي، مګر داسې نښې نښانې تر سترګو کيږي، چې په لنډو تېرو شوو اونيو کې امريکا او ايران يوې ځانګړې پرېکړې ته رسيدلي دي.

د تېر ډيسمبر په ۱۷مه نېټه د ايران د ملي امنيت شورا مشر علي شمخاني فاينانشل ټايمز ته وويل، که ايران او امريکا د اتومي انرژۍ په اړه کومې پرېکړې ته هم ورسيږي، نو سيمه کې به د ايران او امريکا تر منځ کومه همکاري نه کيږي او زياته يې کړه، چې ايران او امريکا دومره کولای شي، چې سيمه کې خپل زور د يو بل پر ضد و نه کاروي.

د علي شمخاني له څرګندونو دا ويلی شو، چې ايران امريکا سره د اړيکو په اړه څه فکر لري؟

ايران داسې اشارې کوي، چې امريکا سره د ګډو ګټو پر ځای سولې او ملګرتيا ته اړتيا لري.

دا هغه څه دي، چې تېر کال يو لوړ پوړي ايراني چارواکي په خپلو څرګندونو کې وويل: «د ايران او امريکا اړيکې به هغه مهال خوندورې شي، چې دواړه هېوادونه د شراکت او ايتلاف پر ځای سيمه کې د مينې مقابله او رقابت وکړي.»

شخماني هم وايي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې به هغه مهال جوړې شي، چې د یو بل پر ضد د تېرو وختونو څرګندونو او پاليسۍ هېرې کړي او يو بل ونه ګواښوي او داسې کيدای شي، چې يو بل سره تکتيکي او سترايژيکې همکاري وکړي.

د دې ټولو هڅو او منډو ترړو سربېره هم ايران هڅه کوي، چې امريکا سره د هر ډول اړيکو راز د پردې تر شا پټ وساتي.
اوس خبره دا ده، چې ايران ولې هڅه کوي، امريکا سره د دښمنۍ پخوانۍ دوسيې څېرې کړي او داسې يو ستراتيژي غوره کړي، چې امريکا سره په ټکر کې نه وي؟

دغه ځای کې د دې ټولو خبرو کوچ راوځي.
ايران نه غواړي، چې سيمه کې يوازې د يو قوت په توګه پاتې شي، بلکې اوسنی نظام هم د پخواني شاه په څېر غواړي، چې ګرده سيمه کې د يو مشر او قوي لارښود په توګه را مخته شي.

پخواني شاه په کور دننه د فارسي قوميت او له هېواده بهر امريکا او اسراييلو سره په ګډه همکارۍ هڅه کوله، چې سيمه کې ځان د يو قوي او ځانګړي ليډر په توګه راڅرګند کړي.

د ايران د اسلامي انقلاب مشر خميني بيا ويل، چې نظام به يې د شيعه مذهب سياسي اسلامي وي او سيمه کې د امريکا د وجود مخالف و.
که ايران د امريکا نظامي ملګری شي، سيمه کې به یو عادي ځواک وي او ټول زور به يې د خپل اقتصادي او نظامي واک په اندازه وي او ايران اندېښنه لري، چې دا فکر به یې سيمه کې د قيادت او مشرۍ له منډې او مقابلې وغورځوي او له امريکا وروسته به دوهم ښه او فعال دولت شي.
اوس چې ايران سيمه کې امريکا سره يو ډول رقابت هم غواړي او سيمه کې د امريکا ګواښونه هم ويني، نو ايران هڅه کوي، چې ځان د امريکا رقيب وښيي او سيمه کې د شريکو ګټو په موخه به ايران د رقابت پستوکی په تن کړي او امريکا سره به ځان په دغه جامه کې ملګری او شريک کړي.

د دې پر ځای، چې ايران سيمه کې له ترکيې، اسراييلو او سعودي سره رقابت پيل کړي، د امريکا په مرسته غواړي، چې سيمه کې قوي او د مشر رول ولوبوي.

دا ټولې خبرې په ذهن کې ساتئ، چې راتلونکي لنډ وخت کې خامنايي په خپل ټويټر پيغام کې امريکا ته څه ګواښ کوي او که د ګډو اصولو او ګټو په اړه څرګندونې کوي.

په ډېر لنډ وخت کې به ايران په پټه سيمه کې د سني جهادي ډلو پر ضد يوه قوي جبهه جوړه کړي او د دواړو هېوادونو تجارتي اړيکې به نورې هم وده وکړي او د سيمې د کړکيچنو حالاتو له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ خوږې اړيکې پيل شي.
د ايراني چارواکو د ټويټر پيغام لنډ مطلب دا دی، چې ايران بايد امريکا سره د دښمنۍ پر ځای سيمه کې د رقابت فکر غوره کړي، ځکه چې حالات د همدې فکر غوښتنه کوي.

سرچينه: ميډل ايست ای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

هماغه یو منافق هیوادونه دی چی ګټی سره شریکی دی په ظاهره مسلمانان غولوی چی تر ټولو زیات یی د حزب الله او حماس ډله غولوی ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x