نړۍ

چارلي ابدو يو ځل بيا سپکوونکي کارټونونه خپاره کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۲۴مه،۱۳۹۳ل): د فرانسې اسلام دښمنه «چارلي ابدو» مجلې نن يو ځل بيا په خپله پښتۍ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په شان کې سپکوونکی کارټونونه خپاره کړل.

تېره چهار شنبه د چارلي ابدو پر دفتر درې کسانو بريد وکړ، چې نتيجه کې يې د مجلې ايډيټر او پنځو کارټون جوړوونکو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي وو.

تېره ورځ فرانسوي رسنيو د چارلي ابدو د مسؤولينو له قوله ليکلي و، چې دوی به يو ځل بيا د اسلام د ستر پيغمبر په شان کې سپکوونکی کارټون خپروي.

د چارلي ابدو حقوقي سلاکار رچرډ مالکا رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د سپکوونکو کارټونونو د خپرولو «قانوني حق» لري.

د مالکا په وينا مخکې به دوی شپيته زره ګڼې خپرولې او له يادې پېښې وروسته د دوی لوستونکي او مينه وال بې کچې زيات شوي او دا ځل يې دېرش لکه ګڼې چاپ کړي دي.

د مجلې په منځ کې د بشريت د لارښود د سپکوونکو کارټونونو سربېره ډېر نور داسې کارټونونه خپاره شوي، چې مسلمانان يې د بشريت او نړۍ دښمنان ښودلي دي.

يو کارټون کې د سرتيري بريدګر په اړه ليکل شوي «هغه اويا حورې چېرې دي؟»

د چارلي ابدو په سرمقاله کې له هغو لکونو خلکو مننه شوې، چې دوی سره يې خپله خواخوږې څرګنده کړې.

د چارلي ابدو مسؤول مدير جيرارډ بياډ پاريس کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی هيڅکله خپله ماتې نه مني او دوی په خپل هوډ کې بريالي شول، چې داسې يوه ګڼه يې بيا خپره کړه، چې د دوی د عزم او ارادې استازيتوب کوي.

د چارلي ابدو نوې ګڼه د فرانسوي، انګريزي او عربي په ګډون په شپږو ژبو خپره شوې ده.

د ګارډين او واشنګټن پوسټ په ګډون ګڼو نورو اروپايي او امريکايي ورځپاڼو هم د چارلي ابدو کارټونونه خپاره کړي دي.

چارلي ابدو په ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱م کلونو کې د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان کې سپکوونکي کارټونونه خپاره کړي وو، چې تېره چهار شنبه دوو وروڼو سعيد کواشي او شريف کواشي پاريس کې د نوموړې مجلې پر مرکزي دفتر بريد وکړ او د مجلې د مدير او پنځه کارټون جوړوونکو په ګډون يې ۱۲ تنه ووژل او د پېښې په سبا يې دواړه وروڼه د فرانسې امنيتي ځواکونو شهيدان کړل.

د فرانسې لومړي وزير منوئل والس د فرانسې پارلمان ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی اسلامي جهادي فکر سره په جګړه بوخت دي او په دې اړه د ګردې نړۍ ملاتړ ته اړتيا لري.

د عربي چارو لندن ميشتي کارپوه عبدالباري عطوان په خپله نوې مقاله کې ليکلي، چې د تروريزم ضد جګړه په استخباراتي لوبو نه کيږی، چې لويديځ هېوادونه دې د اسلامي عقيدې پلويان هر ځای وځوروي.

عطوان زياتوي، چې يوازې په اروپايي هېوادونو کې مسلمانان ۳۰ ځله د نامسلمان په پرتله زيات د زندان له ګواښونو سره مخ دي.

«د تروريزم د مخنيوي ښه چاره دا ده، چې لويديځ هېوادونه اسلامي نړۍ کې له خپل ښکېلاکي فکر او سياسته لاس واخلي.»

«فرانس۲۴» خبري اژانس د چارلي ابدو د يو ژورناليستې زينب الغزوي له قوله ليکلي، چې چارلي ابدو يو بې دينه او ملحده مجله ده او خلک دې له دوی دا تمه نه کوي، چې د دوی د دينونو او مذهبونو له سپکاوي دې لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

إنا لله وإنا إليه راجعون….

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x