نړۍ

د ايراني مليشو د نظامي عملياتو قوماندان په عراق کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۲۴مه،۱۳۹۳ل): د ايران پريس ټي وي د چارواکو له قوله وايي، چې د ايران د اسلامي انقلاب د ځواکونو يو مشر قوماندان او د بدر ډلګۍ مشر مهدي نوروزي د اسلامي دولت له لوري وژل شوی دی.

راپورونه وايي، چې مهدي نوروزي د عراق سامراء سيمه کې اسلامي دولت سره د خونړۍ جګړې په ترڅ کې وژل شوی دی.
راپور کې راغلي، چې وژل شوی نوروزي د ايران لويديځ کرمان کې د ځايي مليشو عضويت هم درلود.

ايراني رسنيو په خپلو څېړنيزو راپورونه کې ويلي، چې مهدي نوروزي د تېرو څلورو کالو په ترڅ کې سوريې او عراق کې د شيعه مذهبو زيارتونو په دفاع او سني جهادي ډلو سره په ګڼو جګړو کې برخه اخيستې ده.

د قوماندان مهدي نوروزي وژنه د ايران د نظامي چارواکو لومړۍ پېښه نه ده، له دې وړاندې هم د عامو عسکرو په ګډون د ايران د هوايي ځواک ډګروال شجاعت علمداري مورجاني او جنرال تقوي هم د اسلامي دولت له لوري ووژل شو او د نوموړي له وژنې څو شېبیې وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندې د عراق او سوريې چارو کې د ایران لاسوهنه رد کړه.

د عراق سياسي سرچينې وايي، چې جمال جعفر محمد«ابو مهدي المهندس» عراق کې د اسلامي دولت ضد جګړه کې دايران پلانونه او کړنلارې پلې کوي او د دې لپاره يې يو شمېر وسله والې «خراساني، عصايب اهل الحق، حزب الله، بدر» ډلې هم جوړې کړي دي، چې د اسلامي دولت پر ضد جګړې کوي او د تکريت سويل او شاوخوا سيمو کې د شيعه مذهبو زيارتونو ساتنه هم کوي.

څه موده وړاندې اسلامي دولت د ايران يوه څارګره او يوه جنګي الوتکه رانسکوره کړې وه، چې عراق او سوريه کې يې د اسلامي دولت پر مرکزونو بمبارۍ کولې.

د سياسي چارو کارپوه اکاډيميسن حميد السعدون وايي، چې د عراق د نظامي ځواک د کمزورۍ له امله د ايران په ګډون د سيمې ځينې هېوادونه د عراق په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

ايران د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف مهم غړی دی

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې ايراني چارواکي خو په ظاهره ځان د امريکا په مشرۍ له نړيوال ايتلافه وتلی بولي، مګر ايران په پټه د امريکا تر ټولو مهم او قوي ايتلافي دی.
نيويارک ټايمز د امريکايي ولسمشر بارک اوباما د هغو ليکونو په اړه هم راپور ورکړی، چې د ايران مذهبي لارښود اية‌الله خامنايي ته يې لېږلي دي.
سرچينه زياتوي، چې ایراني عسکر او استخبارات امريکايي چارواکو سره په ګډه د اسلامي دولت پر ضد پلانونه او کړنلارې جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x