افغانستان

چین د طالبانو او کابل حکومت تر منځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۲۴مه،۱۳۹۳ل): چین په رسمي توګه د طالبانو او کابل حکومت تر منځ د سولې په مذاکراتو کې د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هانګ لي د سه شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چین د پاکستان او افغانستان د وروستیو دوه اړخیزو اړیکو هرکلی کوي او چمتو دی، چې د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ د سولې په پروسه کې منځګړیتوب وکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله وښوده، چې ډېر ژر به افغانستان کې سوله او ټيکاو راشي.

نوموړي زیاته کړه : «چين د افغانستان دوست هیواد او ښه ګاونډی هیواد دی،موږ د د افغانستان وروستي تحولات له نیږدې څارو. چین افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي او غواړي په دې لړ کې مهم رول ولوبوي.»

چین په داسې حال کې د طالبانو او اشرف غني د حکومت تر منځ د مذاکراتو په پروسه کې د منځګړیتوب وړاندیز کوي، چې څه موده وړاندې رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو دوه ځلې د دغه هیواد پلازمېني بیجنګ ته سفر کړی او د چین له لوړو مقاماتو سره یې د سولې او مذاکراتو د شرایطو او څرنګوالي په تړاو خبرې اترې کړې.

که څه هم د طالبانو ویاند او طالب ديپلوماتانو چین ته د خپلو استازو د سفر په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو داسې بریښي، چې چینايي چارواکي د طالبانو له سیاسي استازو سره تر لیدنو کتنو وروسته د افغانستان د سولې د بهیر په اړه دلچسپي ښودلې.

ویل کېږي، چې چین په دې اړه یو هئیت ټاکلی او هغوی دا مهال له طالبانو او کابل حکومت دواړو سره په اړیکه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

آیا چین کمونست دوست مسلمانان افغانستان است یا دشمن ؟
چین در سال ۲۰۰۱ تا امروز در شورای امنیت می توانست که ممانعت کند از قتل عام نسل کشی ملت ما توسط صلیبی های وحشی چرا نکرد ؟؟
هیچگاه به چین اعتماد نکنید به مقاومت تان ادامه بدهید صبر داشته باشید .

مصعب

اول ټولو لوستونکو او د نن ټکی آیسا ویب پاڼی کار کونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته ! زما په نظر دا دسولی خبره یوه بله ډنډوره او یو نوی ډرامه ده ځکه چی د سولی خبری دطالبانو سره هغه وخت کیدلای شی چی زمونږ هیواد د اشغال نه ووځی او دا فساد پیشه عناصر چی نن د افغانستان چار واکی دی دوی هم د همدی اشغالګرو بچیان دی او په خپله دوی هیڅ صلاحیت نه لر ی نو زه دا وایم چی سوله هغه وخت راتلای شی چی امریکا اول په علنی توګه خپل شکست ومنی البته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x