افغانستان

طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اشغال تر پایه به مبارزه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): له دې سره جوخت چې د چین په منځګړیتوب په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو تازه خبرونه ورکول کېږي، طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې اشغال تر پایه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

طالبانو پخپله اوونیزه تبصره کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله حکومت د ملي حکومت نمونه نه بولي او وايي چې یوه ملي اداره باید د ملي لوړ ګټو تامینوونکې وي.

طالبانو پخپله تبصره کې ویلي، چې جګړه پر دوی ور تپل شوې ده، خو سوله يې هم یوه اړتیا ګڼلې ده.

تبصره کاږي: «موږ باور لرو چې د مذاکراتو د جدول لومړنۍ موضوع باید د اشغال خاتمه وي او دوهمه د اسلامي حکومت قیام وي.. خو مخالف لوری د اشغال په دوام ټینګار لري، موږ باور لرو چې افغانان زموږ وروڼه دي، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، د ټولو وروڼو قومونو مسلم حق دی چې د خپل هیواد په واک، اداره او دفاع کې سهم ولري، خو دخپلې خاورې اشغال تر هر عنوان لاندې چې وي نشو منلی؛ ځکه اشغال دولس له دیني ارزښتونو او ملي ګټو سره مطابقت نه لري، مګر مخالف لوری د یرغلګرو شتون ضروري ګڼي او د ولس او هېواد ګټو ته هېڅ ارزښت نه ور کوي.»

په تبصره کې وړاندې راغلي، چې د ملي مصالحو او لوړو ګټو د خوندیتوب په پار، افغانان د خپلو غوښتنو په لیست کې دغه لاندې پنځه موضوعات لري:

• د افغانستان بشپړه آزادي، له سرحداتو څخه دفاع، او د اشغال د ټولو ډولونو خاتمه.

• د اسلامي حکومت قیام او د اسلامي شریعت تنفیذ.

• د سرتاسري سولې رامینځته کیدل او د ډاډمن امنیت تامین.

• په حکومت کې د اهلیت په بنا د هیواد د ټولو قومونو او پرګنو ګډون.

• د ټولو هیوادوالو لپاره له توپیر، تبعیض او امتیاز پرته له توان سره سم تعلیمي، اقتصادي، صحي، فرهنګي او ټولنیز خدمات وړاندي کول.

په تبصره کې پر دې ټینګار شوی،چې د افغانستان اسلامي امارت پخپل تاریخ کې د هېواد پر ارزښتونو د سوداګرۍ پاڼه نه لري، نو باید ولس ډاډه اوسي چې دوی به خپل دریځ کلک ساتي.

طالبانو په تبصره کې افغان ولس ته ډاډ ورکړی چې د دوی په مرسته به د ملي مصالحو تر تحققه او د اشغال تر پایه خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x