دیني، سیرت او تاریخ

د رسول الله ﷺ د توهین په مقابل کې مسلمانان باید څه وکړي؟

لیکوال: حامد افغان

په مکه کې مشرکو شاعرانو رسول الله صلی الله علیه وسلم “محمد” نه “مذمم” يادوه، لکه د ابو لهب له ښځې ام جمیل (حمالة الحطب) نه دا ډول شعرونه رانقل شوي دي: مُذّممًا أبَيْنَا، ودِينَهُ قَلَيْنَا، وأمْرَه عصَيْنَا. رواه الحاکم في المستدرک علی الصحیحین.

په یوه روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرکینو د دې کړنو په مقابل کې وویل: تاسو تعجب نه کوئ چې الله جل جلاله له ما نه د قریشو هجو، بدي بیانول او ښکنځل پخپله منعه کوي، دوی د مذمم بدي بیانوي او هغه ښکنځي او زه “محمد” یم. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ – صلى الله عليه وآله وسلم -: «أَلَا تَعْجَبُونَ كَيْفَ يَصْرِفُ اللهُ عَنِّي شَتْمَ قُرَيْشٍ وَلَعْنَهُمْ؛ يَشْتِمُونَ مُذَمَّمًا وَيَلْعَنُونَ مُذَمَّمًا وَأَنَا مُحَمَّدٌ». (رواه البخاري).

د رسول الله دا خبره ډېره ژوره او دقیقه ده، ده د مشرکو شاعرانو د منفي کړنو په مقابل کې مثبت دریځ خپل کړی دی ځکه الله جل جلاله هغه ته وایي: تا ته چې د کوم شي امر شوی دی هغه په ډاګه بیان کړه، له مشرکینو مخ واړوه، ستا د سپکاوي کوونکو له پاره موږ کافي یو، فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ. إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ. سورة الحجر 94/95. د (وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ) په تفسیر کې امام الماوردي په خپل تفسیر “النکت والعیون ” کې لیکي: یعني د کفارو د سپکاوي او استهزاء پرا مه کوه.

نن سبا لویدیځوالو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ضد کټمټ د مکي د مشرکینو چلند خپل کړی دی، د مکي مشرکین چې د اسلام په مقابل کې له منطق او استدلال نه عاجزه شول نو په سپکو، ښکنځلو او ترټنو یې پیل وکړ، نن سبا که څه هم په نظامي لحاظ د نړۍ د کفارو په مقابل کې مسلمانان کمزوري او لیږځواکه دي خو د منطق او استدلال ځواک یې لاهم پیاوړی ده، غرب یې د منطق او استدلال په وړاندي کمزوری او بې وسه ده نو ځکه یې ښکنځلو او سپکو سپورو ته پناه يووړه.

د قرانکریم او نبوي حدیثو او نبوي چلند په رڼا کې د لویدیځ د مطبوعاتو د روانو سپکاویو په مقابل مسلمانان باید څه وکړي؟ په موجوده حالاتو کې مسلمان باید هیڅکله له خشونت، نارو او سورو کار وانخلي، مظاهرې او غربیانو ته ورته ښکنځل او سپکې ویل قراني لاره نه ده او بل دا کارونه له خپلو سینو یخولو پرته بله ګټه نه لري، نن سبا مسلمانانو ته لازمه ده چې په مثبته توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت اوغوره اخلاق نړیوالو ته ورسوي او دا یې بیخي عجیبه او نادره موکه ده، د فرنسوي ورځپاڼې ورځني تيراژ له څو زرو نه څو مليونو ته لوړ شو او کله چې خلک د رسول الله کارتونونه ویني حتما یې دلچسپي پیدا کیږي چې د هغه له ژونده ځانونه خبر کړي، بناء نن سبا د رسول الله سیرت او اخلاق روښانه کول او مختلفو ژبو ته ژباړل د مسلمانانو تر ټولو لوی، مهم او ګټور کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

محترم حامد صیب تاسو ته سلامونه او احترام ستاسو څخه مننه کوم چی د ضرورت سره سم په وخت او له حکمته ډکې لیکنې کوی خداوند متعال دې تاسو ته اجرونه درکړي ستاسو د توصیو په تایید او اضافه کی: مونږ مسلمانانو ته پکار ده چې پخپله په خپل عمل سره د رسول اکرم صلی الله علیه و سلم درناوی وکړو، درناوی په دې معنی چی د نبينا محمد صلی الله علیه و سلم له ارشاداتو سره په ټکر کې چې زمونږ ورځني کوم کړه وړه دي له هغو څخه یو یو پرهیز ته ملا وتړو. مولوي بجلیګر رحمه الله… نور لوستل »

gul

د مکي دور احکام جلا و او دمدني دور جلا ، ستاسو خبره په مکي دور بناء ده مګر په مدیني دور کې چې کعب بن اشرف په اشعارو کې در سول الله صلی الله علیه وسلم هجو وکړه صحابه و سر ترې غوڅ کړ، نور مو غوښه چې دتبلیغیانو غوندې په مکي دور کې اوسئ او که دمجاهدینو غوندې په مدیني دور کې

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x