نړۍ

په سینګیانګ کې د مسلمانو ښځو پر حجاب بندیز ولګید

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۲۴مه،۱۳۹۳ل): د چين سينګيانګ ايالت، چې ډېری اوسيدونکي يې مسلمانان دي، ايالتي حکومت يې د مسلمانو ښځو پر حجاب بنديز ولګاوه. سي ان ان امريکايي تلويزون وايي، چې تېره مياشت د سينګيانګ ايالتي اسامبلۍ د مسلمانو ښځو پر حجاب د بنديز قرارداد د رايو په اکثريت سره تصويب کړی او ايالتي حکومت اوس پرېکړه وکړه، چې د پارلمان تصويب شوی قانون عملي کړي.

د دغه قانون له مخې چينايي مسلمانې ښځې داسې حجاب نه شي کولای، چې خپل ټول بدن په کې پټ کړي. د سينګيانګ ايالتي حکومت دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې د سينګيانګ په ګډون د چين په بېلابېلو سيمو کې چاودنې او تاوتريخوالی پیل شول او چينايي چارواکو د دغو پېښو پړه د سينګيانګ او ايغور پر مسلمانو بيلتونپالو اچولې ده.

څه موده وړاندې، چې چين کې د لوبو مقابلې وې پر مسلمانو باحجابه ښځو او ږيرورو سړيو په عامو موټرو کې د سفر بنديز لګيدلی دی و.

د ايغور مسلمانانو د چينايي چارواکو دا کړنه په سختو ټکو غندلې او دا کار يې توکميز چلند بللی دی. د مسلمانانو پر ضد د ناوړه چلند په ترڅ کې چينايي حکومت تېره روژه کې د ايغور او سينګيانګ پر مسلمانانو د روژې نيولو او اسلامي دعوت بنديز هم لګولی و.

د عفوې نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د چين حکومت د دغه هېواد له مسلمانو اوسيدونکو سره په دفتري دندو، سياسي او مذهبي چارو کې بې کچې ناوړه چلند کوي. د اسلامي نړۍ واکمنان فرانسه کې پر اسلام دښمنه مجلې د بريد له امله د ۱۲تنو وژنه غندي او د بريد پر ضد په ميليوني مارش کې ګډون کوي او د اسلامي دولت پر ضد د امريکايي ايتلاف سره هر ډول مالي او مادي مرستو ته تيار دي، مګر د نړۍ د مظلومو مسلمانانو ځورول ورته هيڅ اهميت نه لري او د ژغورنې په اړه يې هيڅ فکر نه کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x