افغانستان

طالبان: د کابل رژیم دي د احمد ولي کرزي د پيښي څخه عبرت واخلي

Ahmad Wali Karzai, a brother of Afghan President Hamid Karzai, speaks on his phone in Kandahar in this undated photograph. Ahmad Wali Karzai, a brother of Afghan President Hamid Karzai and one of the most powerful men in southern Afghanistan, was shot dead on July 12, 2011, apparently by one of his bodyguards, officials said.نن ټکی آسیا: د احمد ولي کرزي د وژني او مرګ وروسته طالبانو په خپله یوه اعلامیه کي د کابل د اداري چارواکو ته په یوه سپارښتنه کړې، چي هغوی به هم نن یا صبا د ورته پيښي سره مخامخ کیږي، دوی باید په خپل کردار باندي له سره غور وکړي، او ددغه پيښي څخه عبرت واخلي.

طالبانو اعلامیه چي نن ټکی آسیا ته هم را رسیدلی، مونږ يي دلته خپلو مینوالو ته کټ مټ نشروو:


داحمدولي کرزي دوژل کیدوپه رابطه دکابل اداري چارواکوته داسلامي امارت سپارښتنه

بسم الله الرحمن الرحیم – تیره ورځ غرمه مهال دکابل داجیر رژیم دمشر حامدکرزي ورور احمدولي کرزی چې دکندهار دولایتي شورا په مشرۍ سربیره یې دافغانستان په جنوب کې درژیم دیوه مهم چارواکي په صفت دنده ترسره کوله ، دشهیدسردار محمد رحمه الله په نامه دیوه تن لخوا چې له مجاهدینو سره یې تماس درلود ووژل شو . احمدولي کرزی دافغانستان په جنوب کې داشغالګرو قواوو ترټولو نږدې او داعتماد وړ شخص بلل کیده.

نوموړي له امریکایانو ، کاناډایانو او برطانویانو سره دافغانستان دجنوب غربې حوضي په کنترول کې ترخپله وسه ټوله همکاري وکړه ، او په دې سیمه کې یې دغربي تجاوزګرو داشغالي او استخباراتي جال په خپرولو کې کلیدي نقش درلود آن تردې چې دا اوس هم د امريکا داستخباراتې ادارې CIAلخوا ډبل معاش ورکول کيده .

دنوموړي دتیرڅوکلن قدرت په وخت کې دافغانستان دهرې سیمې غوندې کندهار او شاوخوا سیمې هم دکورنیواجیرانوپه مرسته دبهرنیو اشغالګرو دسخت ظلم او زیاتې شاهدې وې ، په دې موده کې دکندهار ګڼ کسان دیرغلګرو سره دمخالفت په تور شهیدان ، بنديان او یاهم مهاجرت ته اړشول ، دغه راز زیاتره کلي ونړول شول ، او باغونه له منځه یووړل شول ، همدارنګه دولتي او شخصي ملکیتونه په پراخه پیمانه غصب شول چې احمدولي کرزی په کندهار کې دلومړني مسؤل په توګه په دې جنایاتو کې برخه وال وه .

بالاخره دمظلوم اولس مظلومیت او زار حالت دانتیجه ورکړه ، چې الله تعالی له ظالم څخه هم عبرتناک انتقام واخیست اوداده احمدولي کرزی په خپله سزا ورسید .

په افغانستان کې له موجودو اشغالګرو قواوو سره همکار افغانان چې دخپل دین ، وطن او سوچه ارزښتونو په خلاف یې ملاتړلي ، باید دتیرې ورځې له پیښې نه عبرت واخلي او په خپل کردار باندې له سره غور وکړي .

دوی باید پوه شي ، چې دا اولس مسلمان او په دین او وطن مین دی ، ددې اولس هیڅ وګړی هم دبهرنیو کفري یرغلګرو سره همکاري او په دې خاوره یې موجودیت نه شي زغملای ، دوی که دخاردارسیمانو،سیمټي دیوالونو،له خاورو ډکوبوجیواوبهرنیوځواکونوپه توسط ځانونه دمجاهدینو له علني حملو وژغوري ، مګر دمؤمن ولس له دا ډول انتقام اخيستنې څخه کله هم ځان نه شي ژغورلای ، که نن نه وي سبا دوی هریو له دا ډول انجام سره مخ کیدونکي دي .

دافغانستان اسلامي امارت دافغانستان داشغالګرو په صف کې په ولاړو ټولو افغانانوخصوصا هغو کسانوچي ځانونه مخور،تعلیم یافته اوتجربه لرونکي بولي غږ کوي ، چې نور لږ له ځانه سره محاسبه وکړي ، او دکفري یرغلګرو له مزدورۍ لاس واخلي ،دخپل ولس په خواکې ودریږي ،دمجاهدینو ملا تړ وکړي،اوکه دا نشي کولای نو اقلادکفاروله ملګرتیادي لاس واخلي اوعادي ژوند دي پیل کړي اوکه بیا هم خپلواجیرانه دندو ته دوام ورکوي نو په دي صورت کې دقهارخدای جل جلا له په مرسته دخپل مؤمن اومجاهدولس له لوري دوی هریودجنرال داوداو احمد ولي له عبرت ناک برخلیک سره مخ کیدلای شي ، چې بیابه په دنیا او اخرت دواړو کې   له خسران سره مخامخ وي .

فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ

دافغانستان داسلامي امارت

۱۴۳۲/۰۸/۱۲ هــــــق

۲۰۱۱/۰۷۱۳ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x