
کابینه – چې څنګه غر همداسې یې کربوړی
لیکوال: جاوید علي خیل /
نن مې د عین او غین د حکومت لخوا د پارلمان تائید ته د معرفي شوې کابینې نوملړ راکوت او ورسره مې د اشرف غني هغې خبرې را په یاد شوې چې ویل به یې دا ځل به د افغانستان د تاریخ تر ټولو مسلکي او د وطن په درد خوړونکي کابینه جوړوي .
د کابینې له کتلو سره راته هغه ولسي متل را په یاد شو چې کلیوال وایي، چې څرنګه غر همداسې یې کربوړی. یعنی چې څرنګه د عین او غین حکومت غیرطبعي او ناشولته دی کابینه یې هم همداسې نابلده ده ، داچې څنګه ؟ د معرفي شوې کابینې په اړه په لاندې مختصره بررسي کې یي ځواب موندلی شئ .
د کابیني له معرفي سره نور هغه خبره د لمر غوندې روښانه شوه،چې د ګډ حکومت امنیتي او پوځي سیسټم به په بشپړه توګه د کمونیستانو په ولکه کې وي .
په حکومت کې دملي امنیت د شورا مشر او په امنیتي چارو کې داشرف غني مشاور ګوډ کمونیست حنیف اتمر دی،په نوي کابینه کې ددفاع وزیر جنرال شیرمحمد کریمي ټاکل شوی دی، نوموړی د کمونیستانو دواکمنۍ په مهال د دفاع وزارت دنظامي شورا غړی او دپوځ لوړرتبه کارمند و، چې وروسته د شاهنواز تڼي سره د ملګرتیا له امله ډاکټر نجیب بندي کړ.
د کورنیو چارو وزارت ته نورالحق علومي نومول شوی دی،علومي چې د کمونیستانوپه مهال یي د قول اردو د قومندان، د جنوب زون تنظیمه رئیس او په نورو لوړرتبه څوکیو کار کړی دی یو سرسخت کمونیست دی تردې چې په وروستیو کې یوځل بیا د متحدملي په نوم له زړو کمونیستانو ګوند جوړ کړی دی .
په کابینه کې دمرکزي بانک مشر خلیل صدیق هم د پرچمیتوب سابقه لري دغه راز د ترانسپورت او هوانوردۍ لپاره نومول شوی فیض الله ذکي او دکار او ټولنیزو چارو وزیر سعادت نادري هم د دوستم او سیدکیان په شان له هغو جهتونو سره تړلي دي چې یو وخت د کمونیستي رژیم او ثور انقلاب ددفاع لپاره یې وسلوالې ملیشې درلودې .
که د تخصص په رابطه وګورو اشرف غني په وزیرانو او وزارتونو داسې سرچپه لوبه کړې چې شاید پخوا یي مثال نه وي لیدل شوی .
مثلا
نصیراحمد درانی د ښاري پراختیا په برخه کې تخصص لري خو اشرف غني دکلیو بیارغاونې او انکشاف وزیر ټاکلی دی، نوموړی مجبور دی چې خپلې دښار نقشې په کلیو کې پیاده کړي. همداسې مسخره ټاکنه دفیض الله ذکي هم ده نوموړی د ځمکې په علم کې لیسانس اخیستی خو کارونه د فضا ورسپارل شوي دي هوکی دغه زمین شناس د هوانوردي وزیر ټاکل شوی دی
یعقوب حیدري دپیدا ګوژي یا تعلیم و تربیې ماستر دی خو په کابینه کې دزراعت وزیر ټاکل شوی دی ، خو برخلاف زلمی یونسي چې له حقوقو فارغ دی د تعلیم او تربیې وزارت ته نوماند شوی دی.
رحمت الله نبیل ساختماني انجنیر دی او په کابینه کې د ملي امنیت رئیس ټاکل شوی دی، همداسې احمد سیر مهجور چې د اشرف غني غوندې وګړپوه یا انټرپالوجیست دی د تقنیني چارو اړوند عدلیه وزرات ورسپارل شوی دی، د مخابراتو وزارت چې سوچه تخنیکي وزارت دی او د اتصالاتو ټیکنالوجي اړوند متخصص ته ضرورت لري ډاکټر عبدالله ورته برنا کریمي نامزد کړی دی، دغه ښاغلی تخصص هم په تجارت کې لري او عملي کار یي هم په تجارت کې کړی دی، ځکه نوموړي د زیاترو وزیرانو خلاف چې پخوا یي په اروپا کې اشپزۍ او دحیواناتو د سرویس کارونه ترسره کړي، برنا کریمي په کلیفورنیا کې غالۍ او قالینې خرڅې کړي دي ، نه پوهیږم د قالینو دوکاندار به د کمونیکشن په ډګر کې کوم پروګرامونه طرحه کوي او کوم خدمات به عرضه کوي .
په کابینه کې د کار، ټولنیزو چارو ، شهداء او معلولینو وزارت ته سعادت نادري د سید منصور نادري زوی نومول شوی دی، سید منصور نادري د کمونیستانو په وخت کې د ګلم جم غوندې ستره ملیشه درلوده او د هیواد په مرکزي او شمالي ساحو کې یي ډیر جنایاتونه ترسره کړي دی، د سیدکیان ملیشې لخوا چې کوم افغانان شهیدان شوي یا معلول شوي دي اوس به هم دهمدې کورنۍ دوهم نسل ځان دهماغو شهیدانو وارث او دمعلولینو غمخور بولي چې دا هم د تاریخ یو خندوونکی طنز بللی شو.
په هر حال په لنډو ویلی شو، چې له همداسې حکومت نه یوازې دهمداسې کابیني تمه کیدله ، په کابینه کې یوه بله خبره هم دیاد وړ ده هغه داچې په دموکراسۍ ګډو بګیلو جهاد نمایانو ته په کې په ډیره ټیټه کتل شوي دي، په کابینه کې له کمونیستانو تر غرب زده ګانو هره پرزه شته ، مګر د بګیلو جهاد شرموونکو ونډه په کې پیکه ښکاري، چې دې خبرې خپله دوی هم اندیښمن کړي دي .