نظــر

د مخابراتو وزارت ته نوماند بر نا کریمي وپېژنئ

لیکوال: لوی افغان

ولسمشر اشرف غني پرون کابینه اعلان کړه او په دې ډله کي مي پر برنا کریمي سترګي برابري شوې چي د مخابراتو او تکنالوژي وزارت لپاره نومول شوی دی . ددې د مخه چي د برینا کریمي اصلیت در وپېژنم ، باید پوښتنه وشي چي ایا ولسمشر دا کس پوره پیژندلی دي ، د هغه په اړه یې پوره مالومات تر لاسه کړی دی او د تحصلاتو په اړه یې کره توب ثابت شوی دی ، که نه ؟

د دې ښاغلي په اړه په لنډ مالومات کي ویل شوي دي ، چي په اداره او سوداګري کي ماسټري لري . خو دا خبره بالکل غلطه ده . برنا کریمي په هیڅ رشته کي ماسټري نه لري ، کوم سند چي هغه ښودلی دی ، هغه یې په امریکا کي له یوې ادارې نه چي د تحصیلاتو په هر شق او رشته کي جعلي اسناد د پسو په بدل کي جوړوي ، د ډالرو په بدل کي رانیولی دي .

له یوې کره سرچینې نه مو د برنا کریمي په اړه لاندي مالوت تر لاسه کړی :

برنا کریمي په لومړي سر کي په کالیفورنیا کي د بوټو خرڅولو په یوه هټي کي په کا ربوخت و. کوم وخت چي یې غوښته افغانستان ته د رسمي دندې تر لاسه کولو لپاره ولاړ شي ، په امریکا کي یې له یوې تجارتي موسسې نه ، کومه چي د لیسانس جعلي اسنادجوړوي ،د پیسو په بدل کي ماسټري رانیول او بیا افغانستان ته ولاړ . وروسته نوموړي په کاناډا کي د افغانستان په سفارت کي دنده تر لاسه کړه . خو کوم وخت چي د افغانستان او کاناډا حکومتونو د نوموړي په اړه په  حقایقو خبر شول ،برنا کریمي یې استعفاُ ته مجبور کړ . تر هغه وروسته نوموړي د واشنګټن په سیمه کي له خپل یوه دوست ښاغلي جواد سره دوه کاله په یو کمپنۍ کي کار وکړ . څنګه چي جواد پخوا په واشنګټن کي د افغانستان سفیر و ، له سي آی اې سره یې اړیکي لرل . له همدي شخص په واسطه برنا کریمي هم له سي آی اې سره اشنا شو .

ویل کیږي چي د مخابراتو او تکنالوژي وزارت لپاره د  برنا کریمي نومول د امریکا د سي آی اې له مزاج سره برابر ه کړنه شوې . که داسي وي چي ولسمشر اشرف غني د برنا کریمي په ژوند لیک پوره خبر وي او پوره حقایق ورته مالوم وي او پر هغه برسیره یې نومولئ وي ، بیا ښه خبره ده . او که دا کار په نا خبري کي شوی وي ، نو اړینه ده چي په ولسي جرګه کي د باور رایي د تر لاسه کولو مخ کي ددي کس په اړه د افغانستان له سفارتونو په واشنګټن او کاناډا کي پوره مالومات تر لاسه شي . دې کس ته په افغانستان کي د وزارت چوکۍ ورکول له افغان ملت سره ستره جفا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوِِ ي احمدگل(منصف)

تاته لکه چې غنی د سي آی اې مزدور نه ښکاري؟ دغه کابينه ټوله دامريکاپه خوښه جوړه شوې ده.اشغالګر چې له هر هر ځايه وځي نو په خپل ځای داسې خلکو ته واک ورسپاري چې تر دوئ ډېر کافر وي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx